د يونان د اوروژنې ادارې يوه وياند د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وويل چي د ايوني د سمندر د ټاپو په شمال کي اورلگينه د دې سبب سوه چي ۲۴۶۶ کسان ډاډمنو ځايونو ته انتقال سي. د هغه په خبره تر اوسه پوري کومه ودانۍ او يا هم کوم هوټل نه دی زيانمن سوی.
د سختي ګرمۍ له امله په آلمان کي د استراحت د وخت غوښتنه
د اوروژنې ادارې په حواله د اطفايې څه د پاسه ۶۰ کارکوونکي، دوه هليکوپترونه او د اوروژنې دوې الوتکي د دوشنبې په ورځ په کورفو کي په فعاليت بوختي وې.
همدارنګه د يونان په نورو برخو کي هم د دوشنبې په ورځ د اور د لمبو په وړاندي مبارزې دوام درلود. په رودو کي د دوشنبې په سهار، دوو هليکوپترونو او د اور وژني دوو الوتکو خپل فعاليت له سره پيل کړ، تر څو د اور وژني له څه د پاسه ۲۶۰ کاروکوونکو سره مرسته وکړي.
د پوليسو په حواله په دغه ځای کي چي ۳۰ زره کسان پکښي اوسيدل، ټول بايد نورو ځايونو ته انتقال سوي وای. پوليسو د يونان په ټول تاريخ کي د انسانانو له «يوه ستر انتقال» څخه خبره کړې ده.
يونان اوس د ګرمۍ له يوې سختي څپې سره لاس او گريوان دی. لکه څنگه چي د هوا پيژندنې ادارې خبر ورکړی دی، د دغه هيواد په مرکز او د پيلوپونيس په نيمه ټاپو کي د يکشنبې په ماپښيين د هوا تودښت له ۴۵ څخه تر ۴۶ اشاريه ۴ پوري ورسېد.
د نوموړي ادارې په وينا، يونان اوس په خپل تاريخ کي د گرمۍ تر ټولو اوږده څپه تجربه کوي. د يونان د هوا پيژندني ادارې په حواله به د دوشنبې په ورځ د حرارت درجه يو څه راکښته سي. خو د سې شنبې په ورځ يې يو وار بيا تر ۴۴ درجو پوري د تودښت اټکل کيږي.
انځورونه: په اسيا کې د تودوخې سخته څپه
اسيا د تودوخې له سختې څپې سره مخامخ ده. د هوا پیژندنې بنسټونه اټکل کوي چې د «ال نینو» اقلیمي پديدې او د ګلخانه يي ګازونو د اغېزې له امله به له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۷م کال پورې موده د بشر په تاریخ کې تر ټولو ګرمه وي.
انځور: AFPپه ایران کې د جنوبي خراسان د هوا پیژندنې او د هوا د خطرونو پر وړاندوینې د بحران د مدیریت څانګې مشر جواد نخعي، د دوشنبې په ورځ د ( د جون ۱۹ مه) وویل: «تېره شپه او ورځ د نهبندان په بندان سيمه کې تودوخه ۴۸ درجې ته رسېدلې وه او په عینې حال کې شهداد او زابل هم د هېواد تر ټولو ګرم ځایونه بلل شوي.»
انځور: FARS/F. Rahimavianپه شانګهای کې د چترۍ لاندې
په شانګهای کې چینايي میرمنې د ګرمۍ څخه د خلاصون لپاره د چترۍ سیوری کاروي. د هوا پېژندنې سازمانونو د اټکلونو له مخې، د ۲۰۲۳څخه تر ۲۰۲۷ کلونو پورې به د «ایل نینو» اقلیم د پديدې او د ځمکې په اتموسفیر کې د شنو خونو ګازونو اغیزې له امله د بشري تاریخ ترټولو ګرم کلونه وي.
انځور: AFPپه هند کې د ګرمۍ له امله د شاوخوا سلو کسانو مړینه
د اپريل مياشتې له وروستيو راهېسې سختې ګرمۍ، چې تر اوسه بې سارې ده، اسیا ځپلې ده. د چین په ځینو ځایونو کې تودوخه ۴۱ درجې، لاوس کې له ۴۲ درجو زیاته او په تایلند کې نږدې ۴۶ درجې ثبت شوې ده. د هند په دوو ستر نفوس لرونکو ایالتونو کې د سختې ګرمۍ له امله، کابو ۹۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۳۰۰ کسان د تودخې له امله ځایي روغتونونو کې بستر شوې دي.
انځور: Arun SANKAR/AFPپه چین، هند او تایلنډ کې د رسنیو د راپورونو له مخې په ډېرو ځایونو کې ښوونځي تړل شوي دي. د روان کال د اپريل په ۱۴مه نېټه په تايلند کې د هوا د څارنې دولتي مرکز د تودوخې درجه ۴۵،۴ درجې سانتي ګراد ثبت کړه. دې تودوخې د سانتي ګراد ۴۴،۶ درجې پخوانی ريکارډ مات کړ، چې د ۲۰۱۶ کال د اپريل په ۲۸مه ثبت شوی و.
انځور: Lillian Suwanrumpha/AFPد ویتنام په هانوې کې په موټر سایکل د اوبو لیږدول
د ویتنام په پلازمینه هانوی کې د موټرسایکل په واسطه اوبه وړل کیږي. په دغه هېواد کې د مې په لومړیو کې تودوخې ۴۴،۱ درجو سره نوی ریکارډ جوړ شو.
انځور: Nhac NGUYEN/AFPپرون دوشنبه، د جون ۱۹مه، جاپان د معمول په پرتله دوه میاشتې مخکې د ۲۷ درجو او د هوا رطوبت ۶۱ سلنه تجربه کوي. په جاپان کې، اګست معمولا د ۲۷ درجې تودخې سره د کال تر ټولو ګرمه میاشت وي. تېر کال جاپان د جون په پای کې د تودوخې ۳۵ درجه تجربه کړه، چې د دغه هېواد کې په تېرو ۱۵۰ کلونو کې بې سارې وه.
انځور: Philip FONG/AFPد اندونیزیا په بند اچی کې یوه زده کوونکې د ګرمۍ هوا څخه د ځان یخ ساتلو له پاره لاس پکی کاروي. سایسن پوهانو خبرداری ورکړی، چې د « ایل نینو» پديده د اقلیم ګډوډیو، لکه وچکالۍ، قحطۍ او د ناڅاپي سیلابونو لامل شوي. دغه ستره اقليمي پدیده، د نړۍ په تر ټولو لويې بحري حوزه ، جنوبي ارام سمندر کې د جمع شوي انرژي د خوشې کیدو په پایله کې پیښیږي.
انځور: CHAIDEER MAHYUDDIN/AFPد بنګله دېش د پلازمېنې ډاکه اوسېدونکو په تېرو شپږو لسیزو کې د کال تر ټولو ګرمه ورځ د اپریل په وروستیو کې د تودوخې ۴۰ درجې سره تجربه کړه. په راتلونکو ورځو کې به په دغه هېواد کې موسمي بارانونه پیل شي چې دا اورښتونه هر کال د بنګله دېش لویه برخه تر اوبو لاندې کوي.
انځور: Munir UZ ZAMAN/AFP GP/NZ/AG