د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) او ځينو نورو مرستندويه سازمانونو په يونان کي د مهاجرو د وضعيت په هکله اندېښنې ښودلي. دا په داسي حال کي ده چي په يونان کي د مهاجرو د کمپونو داسي انځورونه خپاره سوي چي په ژمي کي د واوري او يخ سره د مهاجرو ستونزي انځوروي.
د يونان دولت و ليسبوس ټاپو ته يوه جنګي بېړۍ لېږلې ده، څو هغو مهاجر ته ځای ورکړي چي په ياد ټاپو کي د سخت يخ په سبب له ستونزو سره مخامخ دي. د يونان د سمندري ځواک دغه بېړۍ و لېسبوس ته رسېدلې ده. د دغې کښتۍ د لېږد مقصد دا دی چي مهاجر په دغه کښتۍ کي له موجودو آسانتياؤ څخه په ګټه اخيستلو سره د ژمي له سخت وضعيت څخه وساتل سي.
خو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۱۲مه نېټه) د يونان رسنيو داسي راپورونه خپاره کړل، چي له مخي يې مهاجر نه غواړي دغې کښتۍ ته پورته سي.
د يونان رسنيو د راپورونو له مخي په ليسبوس ټاپو کي زيات پناه غوښتونکي په دې دلېل و جنګي بېړۍ ته تلل نه غواړي، ځکه دوی بيره لري چي بېرته به ترکيې ته ولېږدول سي. دا په داسي حال کي ده چي اکثره دغه مهاجر له ترکيې څخه د کښتيو په مرسته و يونان ته رسېدلي دي.
له مهاجرو سره د مرستي سازمان يو ځايي همکار د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي مهاجر وايي: «که مقصد زموږ سره مرسته وي، نو تاسو ولي راته ملکي کښتۍ نه ده لېږلې؟» ياد مرستندوی ويلي دي چي دغه انسانان د بيرته لېږد له بيري نه غواړي چي جنګې کښتۍ ته پورته سي.
په يونان کي د مهاجرو د ځينو کمپونو په اړه، ځکه اندېښنې زياتي سوي چي ژمی تر اټکل ژر او سخت يخ سو. له يوې اونۍ راهيسي د يونان په ځينو ټاپوګانو کي د مهاجرو وضعه خرابه بلل سوې، ځکه ډېري خېمې يې برق او د ګرمېدو امکانات نه لري.
د يونان حکومت له مهاجرو سره د مرستي له پاره د چهارشنبې په ورځ ياده بېړۍ و ليسبوس ټاپو ته ولېږل چي تقريبا ۵۰۰ پناه غوښتونکو ته ځای ورکړي.
ويل کيږي چي تقريبا ۲۰۰ نور مهاجر په سيمه کي پر هوټلونو وېشل سوي او ځای پر ځای سوي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه:
د مهاجرو له پاره ۱۰ لوی کوربه هيوادونه کوم ول؟ ـ ۲۰۱۶ کال
په ۲۰۱۶ کال کې د سر ۱۰ هغه هيوادونه چې تر ټولو زياتو مهاجرو کوربه توب یې کړی
انځور: picture alliance/abaca/AA۱۰ مقام ـ چاد ۳۶۹۵۰۰ مهاجر
په ۲۰۱۶ کال کې د چاد جمهوري دولت ته نژدې۳۷۰ زره مهاجر ورغلل. چاد د مهاجرو په لسو مخکښو کوربه هيوادونو کې لسم يا وروستی ځای لري. د آرشيف انځور.
انځور: AP۹ مقام ـ کانګو ۳۸۳۱۰۰ مهاجر
انځور: Imago/epd/B. Rühl۸ مقام ـ يوګانداد ۴۷۷۲۰۰ مهاجر
د امنستې نړيوال سازمان. انځور د آرشیف.
انځور: Getty Images/AFP/I. Kasamani۷ مقام ـ کينيا ۵۵۳۹۰۰ تنه مهاجر
د امنستي نړیوال نړيوال سازمال له مخې کينا په ۲۰۱۶ کال کې د مهاجرو درلودونکو هيوادونو کې اووم نمبر دی.
انځور: Getty Images/AFP/T. Karumba۶ مقام ـ اردن ۶۶۴۱۰۰ مهاجر
د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې لخوا د وړاندې شوو ارقامو له مخې، اردن له ايتوپيا وروسته شپږم هيواد دی چې په ۲۰۱۶ کال کې ورته زيات مهاجر ورغلی وو. په ۲۰۱۶ کال دغه هيواد ته څه باندې ۶۶۴ زره مهاجر ورغلل.
انځور: Denis Bosnic۵ مقام ـ ايتوپيا ۷۳۶۱۰۰ مهاجر
په ۲۰۱۶کال کې ايتوپیا هيواد ته څه باندې ۷۳۶ زره مهاجر ورسيدل.
انځور: Patrik Ekløf/NRCد ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د ارقامو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ په کچه د جګړو او نا امنيو له کبله په اوسط ډول په يوه ورځ کې ۳۳۹۷۲ تنه انسانان خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي. انځور د آرشيف څخه.
انځور: AP۴ مقام ـ ایران: ۹۷۹۴۰۰ مهاجر
ايران کې په ۲۰۱۶ کال کې څه باندې ۹۷۹ زره مهاجر ميشت شول. انځور له آرشيف څخه
انځور: DW۳ مقام: لبنان ۱ اعشاریه ۱ ميليون مهاجر
د هاليود نامتو هنرمنده او د ملګرو ملتونو د سولې سفيره انجيلینا جولي د لبنان په يوه کمپ کې د يوې مهاجرې نجلۍ سره د ليدو پر مهال.
انځور: picture-alliance/dpa/L. Parsaghianلبنان کې په ۲۰۱۶ کال کې يو اعشاريه يو ميليون مهاجرو میشت ول چې د ترکيې او پاکستان وروسته دريم ځای کې راځي.
انځور: Reuters/K. Ashawi۲ مقام ـ پاکستان يو اعشاريه شپږ مليونه مهاجر
پاکستان ته په ۲۰۱۶ کال کې يو ميليون او ۶۰۰ زره مهاجرو میشت ول. پاکستان له ترکيې وروسته دويم هيواد دی چې دغه کال کې يې زيات شمير مهاجرو ته ځای ورکړی وو.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveerکه څه هم په ۲۰۱۶ کال کې له پاکستان څخه په لکونو افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه شول، خو د دې سربيره د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د ارقامو له مخې، دغه هيواد د يو اعشاريه شپږ مليون مهاجرو په لرلو سره د نړۍ د لسو مخکښو هيوادونو په کتار کې دويم ځای لرلی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sajjad۱ مقام ـ ترکيه دوه نيم ميليون مهاجر
په ۲۰۱۶ کال کې ترکيې ته دوه نيم ميليون مهاجر ورغلي چې ډیری یې سوريايي دي.
انځور: Getty Images/AFP/R. AtanasovskiGetty Images/AFP/R. Atanasovskiپه ۲۰۱۶ کال کې ترکيې د اروپايي ټولنې په همکاري مهاجرو ته ستر کمپونه ورغول.
انځور: picture-alliance/dpa/U.O. Simsek