له يونانه ډېر افغان مهاجر غواړي بيرته هيواد ته ستانه سيخ.ح۱۳۹۵/۶/۱۲۱۳۹۵ شهریور ۱۲, جمعهاروپا ته د مهاجرت په موخه په يونان کي بند پاته ځيني افغان مهاجر غواړي چي له ټولو سختيو سره سره بيرته خپل هيواد ته ستانه سي. دوی ولي غواړي چي بيرته ستانه سي؟ په يونان کي له يوه افغان مهاجر سره مرکه:لینک کاپي کولانځور: picture alliance/NurPhoto/N. Economouاعلان[No title]This browser does not support the audio element. اروپا ته مهاجرت انځورونه: په اتن کې د افغان مهاجرو سړې شپېد یونان د پلازمېني اتن په ویکتوریا پارک کې ډېر افغان مهاجر سختي شپې او ورځي تيروي. هغوی دې ته په تمه دي چې د مقدونيا سرحد ورته پرانیستل شي، څو وکولای شي خپل هدف ته ځان ورسوي.انځور: DW/R. Shirmohammadi ډېر هغه افغان مهاجر چې اروپا ته د یونان له لاري رسېدلي دي، د اتن ښار له ویکتوریا پارک سره اشنایي لري. په دې پارک کې د مهاجرو له پاره د شپې تیرول یوه بد خوب ته ورته دی.انځور: DW/R. Shirmohammadi په وروستیو ورځو کې چې مقدونيا خپله پوله د افغان مهاجرو پر مخ تړلې ده، ویکتوریا پارک یووار بیا له افغان مهاجرو ډک دی.انځور: DW/R. Shirmohammadi ځینې کډوال بیا د هوا د سړښت او شرایطو د خرابوالي له کبله د شپې هیځ نه ویده کیږي.انځور: DW/R. Shirmohammadi ډېر هغه ماشوم مهاجر چې له خپلو کورنیو سره په دې پارک کې وخت تیروي، ناروغه دي. که سړي د شپې دې پارک ته ولاړ شي نو په هره برخه کې به د ماشومانو ټوخی اوریدل کیږي.انځور: DW/R. Shirmohammadi کله نا کله بیا دې سیمې ته د مهاجرو ضد ډلي هم راځي او د مهاجرو د زورولو لامل کیږي.انځور: DW/R. Shirmohammadi ښخې په ځانګړې توګه د شپې له خوا له ډیرو ګواښونو سره مخامخ وي. د هغوی ډېری له ويري نه ویديږي.انځور: DW/R. Shirmohammadi په دې سیمه کې ډېر پولیس حضور لري چې ښيي د اتن چارواکي د ویکتوریا پارک د امنیت په اړه اندېښنه لري.انځور: DW/R. Shirmohammadiانځورونه1 | 7