اسوشېتيد پرس خبري آژانس د يوناني چارواکو په حواله ليکلي دي چې دغه درې جسدونه د چهارشنبې په ورځ د يونان په شمال ختيځ کې له ترکيې سره پر ګډه پوله موندل شوي دي.
پوليس وايي داسې ښکاري چې قربانيان دې د شمالي افريقا، منځني ختيځ او يا هم د اسيايي هيوادونو وي، خو د هغوی هويت او دا چې د کوم هيواد دي، روښانه نه دی.
قاضي پاولاس پاوليديس وويل چې پر موندل شوو جسدونو د دوی ترسره شوي لومړني معاينات ښيي چې دغه ښځي څلور ورځې مخکې وژل شوي دي.
پاوليديس زياته کړه: «دا يو روښانه جنايي عمل دی.» هغه وويل: «دغه مړي په داسې حال کې وموندل شول، چې لاسونه يې تړلي او هر جسد له بل څخه دوه درې متره لري پروت وو. د دوی مرۍ پرې شوي وې.»
د هغه په وينا، په وژل شوو کې د يوې ښځې سن د۳۰ او ۳۵ کلونو تر منځ ښکاري، ېوه ځوانه د ۱۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ او بله يې ۱۵ کلنه ده.
قاضي پاولاس دغه راز زياته کړه چې پر دغو جسدونو د «دې ان اې» تيستونه هم کيږي، څو معلومه شي چې دوي خپلوان دي که نه.
د يونان پوليسو ويلي دي چې دغه مړي د ايوروس سيند د يونان اړخ پر غاړه، د زيزيموتيخو ښارګوټي ته نژدې يوه کروندګر موندلي دي.
ياد سيند چې د ترکيې او يونان ترمنځ بهيږي، له ترکيې څخه يونان ته د غيرقانوني مهاجرتونو يوه له مهمو لارو څخه ګڼل کيږي.
مهاجر هڅه کوي پر دغې لاره ځانونه يونان ته ورسوي، چې ډیر يې بيا د يونان پولیس نيسي. د يونان چارواکو ويلي دي چې په دغه سيمه کې د نيول شوو کسانو شمير د ۲۰۱۷م کال په پرتله دوه برابره لوړ شوی دی.
يونان يو له هغو هيوادونو څخه دی چې اروپا ته تلونکي مهاجر ورته په لمړي ځل رسيږي. يوناني چارواکي وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه تر۲۴ زرو ډير مهاجر دغه هيواد ته رسېدلي دي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
۲۰۱۷ کال اروپا ته پر لار۳۰۰۰ مهاجر مړه شوي
د روان ميلادي کال له پيله د نوامبر مياشتې تر شلمې نزدې ۱۶۰ زره مهاجر يوازي د سمندر له لارې اروپا ته رسيدلي دي. د مهاجرت په چارو کې د م.م. نړيواله اداره وايي چې په ياده موده کې ۲۹۹۲ تنه نور پر لارو مړه يا لادرکه شوي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/IFRC/M. Karimaله سمندري لارو اروپا ته رسيدلي مهاجر
د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو ادارې(UNHCR) له خوا د نوامبر مياشتي پر ۲۰مه خپاره شويو ارقام ښيي چې، د ۲۰۱۷م کال له پيله تر يادې نيټې پوري ۱۵۷۷۶۷ تنه مهاجر له سمندري لارو اروپا ته رسيدلي دي. په دغو مهاجرو کې تر ټولو زيات يې د نايجريا او سوريې هيوادونو دي.
انځور: picture alliance/dpa/NurPhoto/C. Marquardtايتاليا، يونان او اسپانيا
دا هغه درې هيوادونه دي چې مهاجرو سږکال اروپا ته د رسيدو په موخه ځانونه لومړی دغو هيوادونو ته رسولي دي. د مهاجرو له مجموعي ډله څخه تر ټولو زيات شمير يې(۱۱۴۳۰۹) ايتاليا، ۲۶۴۹۹ تنه يونان او پاتې ۱۶۰۲۷ تنه يې اسپانيا ته رسيدلي دي.
انځور: Getty Images/C. McGrath نارينه مهاجر: ۶۸ اعشاريه ۶ سلنه
د روان ميلادي کال له پيله د نوامبر تر شلمې نيټې (۱۰ مياشتې او ۳ اوونۍ) پوري، اروپا ته په رسيدلو مهاجرو کې تر ټولو زيات يې نارينه دي. نارينه د ټولو ۱۵۷۷۶۷ تنو مهاجرو ۶۸ اعشاريه ۶ سلنه برخه دي.
انځور: picture alliance/dpa/NurPhoto/C. Marquardtماشومان ۱۸ اعشاريه ۳ سلنه
تر نارينه مهاجرو وروسته په دويم ګام کې د ماشومانو شمير لوړ دی. ماشومان د ټول ټال نژدې۱۶۰ زره مهاجرو ۱۸ اعشاريه ۳ سلنه برخه دي. دغه انځور چې يو مهاجر ماشوم پکښې ښکاري د يونان په لیسبوس ټاپو کمپ کې اخيستل شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/STRد روان ميلادي کال له پيله د نوامبر تر شلمې اروپا ته د رسيدلو۱۵۷۷۶۷ تنو مهاجرو ۱۳ سلنه برخه يې ښځي دي. اروپا ته په رسيدلو مهاجرو کې تر ټولو زيات د نايجريا او بيا د سوريې دي.
انځور: picture-alliance/ZumaPress/N. Georgiouنژدې ۳۰۰۰ تنه مړه او ورک شوي
د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) د اټکل له مخې، د روان کال له پيله د نوامبر مياشتې تر ۲۰مې نيټې( ۱۰مياشتې او ۳ اوونۍ) پوري ۲۹۹۲ تنه مهاجر اروپا ته د تلو پرمهال په لارو کې مړه او ورک شوي دي. ډير مهاجر په سمندر کې د ډوبيدو په پيښو کې مړه شوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/IFRC/M. Karimaپه ۲۰۱۴ کال کې اروپا ته له سمندري لارو ۲۱۶۰۵۴ تنه مهاجر رسيدلي ول. په دغه کال ۳۵۳۸ تنه مهاجر په لارو کې مړه او يا ورک شول.
انځور: Reuters/Y. Behrakis۲۰۱۵ اروپا ته د مهاجرت کړکيچ اوج
په ۲۰۱۵م کال کې اروپا ته يوازي له سمندري لارو ۱ ميليون او ۱۵ زره مهاجر ورسيدل. په دغه کال ۳۷۷۱ تنه مهاجر پر لارو مړه او يا لادرکه شول. دا له دويمې نړيوالي جګړې وروسته لومړی وار وو چې اروپا ته دومره زيات شمېر مهاجر راغلل. دا اروپا ته د مهاجرت کړکيچ د اوج کال وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris۲۰۱۶م کال ۳۶۲۷۵۳ تنه مهاجر
په ۲۰۱۶م کال کې د سمندري لارو ټول ټال ۳۶۲۷۵۳ تنه مهاجر اروپا ته ورسيدل. په دغه کال ۵۰۹۶ تنه مهاجر په اوبو کې د ډوبيدو له امله مړه يا هم ورک شول چې دا د مهاجرو د تلفاتو تر ټولو لوړ ارقام ښودل شوي دي. له همدې امله د مديترانه سمندرګي ته په دغه کال د «مهاجرو هديرې» په نوم ياد کړل شو.انځورنه: د دويچه ويله آرشيف د ارقامو سرچينه: د مهاجرت نړيوالې ادارې (UNHCR) ويب پاڼه. ترتيب کونکي: محمد کريم صالح.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Palacios