آیا د آتن مسجد د ايا صوفيه له کبله له خطر سره مخ دی؟
۱۳۹۹ مرداد ۱۸, شنبهترکيې د ايا صوفيه تاريخي موزيم تر څو لسيزو وروسته بيرته پر مسجد بدل کړ.
يونان میشته مسلمانان وايي چې دوی په آتن ښار کې د خپل يوازيني جومات پرانيستلو ته له لسو کلونو راهيسې په انتظار کې دي. خو له کله نه چې د رجب طيب اردوغان حکومت د ترکيې په استانبول ښار کې د ايا صوفيه تاريخي موزيم بيرته په جومات بدل کړ، دوی ته د دې انديښنه پيدا شوې: داسې نه چې د يونان حکومت، د حکومت په پيسو د دغه لومړني رغول شوي مسجد د افتتاح او فعاليدلو مخنيوی وکړي.
آتن په اروپا کې يوازينۍ پلازمينه ده چې مسلمانان په کې مسجد نه لري.
د یونان حکومت، په آتن ښار کې د لومړني مسجد د جوړيدو پروژه په ۲۰۰۷م کال کې منظوره کړه، خو دغه پروژه ډير ژر د يونان د ارتودوکس کلیسا د سخت دريځو پلويانو له مخالفتونو سره مخ شوه. د دوی ترڅنګ د يونان يو شمیر توکمپالو ډلو هم په پراخه توګه د دغه جومات له جوړيدو سره خپل مخالفتونه وښودل.
خو اوس د دغه جومات مسئولانو ويلي دي چې د مسجد ساختماني چارې نژدې بشپړې شوې دي.
په همدې اړه لار ډير: په اياصوفيه کي د جمعې لمونځ
د آتن ښار په يوه آپارتمان کې د يوه موقتي مسجد امام، عطا النصير وايي: «زه فکر کوم د [ایا صوفيه] تر دغې پيښې وروسته، په آټن کې د دغه حکومتي مسجد فعاليدل چې موږ ورته د لسو کلونو راهيسې منتظر يو، نور به هم سخته شي.»
د دغه جومات يوه بل مسئول، اشير حيدر، دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې دوی د هغو مخالفتونو د هوارۍ کوښښ کوي چې د ايا صوفيه مسجد سره په تړاو د آتن جومات د فعاليدو په اړه احساسيږي. هغه وويل: «دا بيخي غلطه خبره ده چې د ايا صوفيه مسئله دې په يونان کې د حکومت په پيسو د جوړ شوی مسجد چارې له ځنډ سره مخ کړي.»
حیدر زياته کړه، د کرونا وبا د جومات په رغنیزو چارو کې يو څه اثر درلودلی، خو ډاډ يې ورکړ چې اوس د مسجد د ودانولو چارې تقريبا بشپړې شوي دي: «ټول کارونه خلاص شوي او د مسجد فعاليدل په همدې کال کې کيدای شي.»
استانبول: «ایا صوفیا» د مسلمانانو او عیسویانو ګډ عبادت ځای؟
بله خوا د موقتي مسجد امام، عطا النصير وايي:«زما له نظره يو مسجد بايد د مسجد په توګه پريښودل شي او له هغه څخه نه بايد کلیسا یا کوم بل شی جوړ شي. څرنګه چې مسيحيان غواړي ايا صوفیه دې د کلیسا په توګه پاتې شي، همدا ډول مسلمانان هم غواړي چې دغه جومات يې د عبادتځای په توګه پاتې شي.»
تمه ده چې د آتن ښار په شمال ختيځه صنعتي سيمه کې دغه حکومتي مسجد، د مني موسم په پای کې پرانستل شي. خو دغه جومات به له منار پرته او د یونان حکومت تر نظارت لاندې وي.
دویچه وله ا/م.ک.ص./م.ن.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ: