داروپا شورا په يونان کې مهاجرو ته د پنځه کلن « کوالفيکشن پاسپورټونو» د ورکړې يوه پروژه پیل کړې ده. دا پاسپورټونه د سفرونو له پاره نه بلکه مهاجرو سره د زدکړې او کارموندنې په برخو کې مرستې کولای شي.
اعلان
په ټوله کې اروپا پر لور تلونکې مهاجر له ځانه سره سفري او يا هم د زدکړې اسناد نلري. له جنګ ځپلو هيوادونو څخه اروپا ته د رسيدلو مهاجرو بله ستونزه دا ده که دوې له ځانه سره خپل تعليمي اسناد هم ولري، بيا هم له يو لړ ستونزو سره مخامخ وي، ځکه د اروپايي هيوادونو تعليمي ادارې او دفترونه تر ډيره بريده د دغه شان اسنادو تصديق نشي کولای. د تعليمي اسنادو نه تصديقيدل د دې سبب واقع کيږي چې مهاجر په اروپا کې د زدکړې د دوام او د کار په موندنه کې له ستونزو سره مخ شي.
د مهاجرو د دغو ستونزو د هوارۍ له پاره د اروپايي شورا « مهاجرو له پاره د کواليفيکشن پاسپورتونو» د ويش يوه پروژه پیل کړې ده. دغه اداره د هغو مهاجرو چې له ځانه سره تعليمي اسناد لري د هغوي اسناد په منظمه توګه څيړي او تر مرکو وروسته ورته ياد پاسپورتونه ورکوي. دغه «پاسپورتونه» مهاجرو سره مرسته کوي چې په مختلفو اروپايي هيوادونو کې کار پيدا او يا خپلو لوړو زدکړو ته ادامه ورکړي.
۲۸ کلن پاکستانی«وسیم»،وايي:«زه درې واره له صربستان څخه بلغاريا ته استول سوی یم، خو زه به بیا هم کوښښ وکړم. په هرډول چي کیږي، جرمني ته ځم»
انځور: DW/M. Ilcheva
له چین څخه دوې کورنی
د بلغاریې د«پاستروگور» په کمپ کي اکثره د افغانستان او پاکستان ځوان مهاجرين اوسیږي. خو د چینايی مغلانو فقط دوې کورني هم په دغه کمپ کي دي. هغوی هم غواړي جرمني ته ولاړي سي. هغوی وايي:«دا چي موږ مغول یو، په چین کي اکثراً له منځه وړل کیږو.»
انځور: DW/M. Ilcheva
«جرمني ته ځم، چي ټکسي وچلوم»
دغه پاکستانی مهاجر وايي،چي له پاکستان څخه تر جرمني پوري قاچاقي تگ مي ۶۰۰۰ ډالره کیږي. علي(چپې خواته) ددوو اوونیو راهیسي د بلغاريا د«پاستروگور» په کمپ کي اوسیږي. دی وايي:«زه باید خپل ځان جرمني ته ورسوم. په پاکستان کي مي باید له کورنی سره د پیسو مرسته وکړم. زه کولای سم، ټکسي وچلوم.»
انځور: DW/M. Ilcheva
د مسلمانانو په منځ کي یو عیسوی
دغه ۲۲ کلن ایرانی وايي:«زه یو عیسوی یم او په کمپ کي مسلمانان ما تل توهینوي. زه فکر کوم، چی کولای سم په بلغاریا کي پاته سم. په هر صورت باید د نورو مذهبونو له پیروانو څخه وتښتم. هغوی مازهیروي.»
انځور: DW/M. Ilcheva
«ما بیرته واستوی»
دغه سړی(ښی اړخ ته) د بلغاریې «پاستروگور» د کمپ له آمر څخه غواړي:«ښاغلې! هیله ده ما پاکستان ته ډیپورت کړی.» دی غواړي ، خپلو اولادونو ته ولاړ سي. ځکه چي ډیره ناروغه دی. دی یوازي ناجوړه نه دی، بلکي ځیني افغانان هم او غواړي بیرته افغانستان ته ولاړ سي.»
انځور: DW/M. Ilcheva
د پولیسو لخوا وهل ټکول
پاکستانی «هورام» له څو ورځو راهیسي د صربستان د«سبوتیچا» په کمپ کي اوسییږي. هغه څو واره هڅه وکړه، چي د هنگري له سرحد څخه تیر سي. دی وايي، چي هلته پولیسو وهلی ټکولی دی.
انځور: DW/M. Ilcheva
د ایټالیا پر لور د لاري بدلون
«عمر چیداد» له یوولسو میاشتو راهیسي په تیښته کي دی. په دې منځ کي دغه ۲۳ کلن پاکستانی ځوان صربستان ته رسیدلی دی او غواړي ایټالیا ته ولاړ سي. دی هیله مند دی،چي هلته به یې ډیر ژر پناه قبوله سي.
انځور: DW/M. Ilcheva
بیرته تگ ته هیله مندي
د هنگری- صربستان په سرحد کي دغه سوريايي ځوان وايي:«زما دوې اوونۍ کیږي، چي په «کلبیجه» کي یم او هیله مند یم، چي ډیر ژر په هنگري کي د پناه غوښتنه وکړم. که په سوريه کي جنگ خلاص سي، غواړم خپل ټاټوبي ته ولاړ سم. زه دلته، زړه می هلته.»