د آلمان خبري آژانس له آتن څخه خپل د شنبې ورځې (د می ۲۳مه) په رپوټ کې ليکي چې د يونان پولیسو، دغه پيښه، د يونان حکومتي تلويزيون ERT ته تائيد کړې او ويلي دي چې پيښه د جمعې (د ۲۰۲۰ کال د می ۲۳مه) په ماښام د شمالي آژې په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
په سيمه کې حکومتي راډیو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې تورنه ښځه تر پيښې وروسته سيمې ته نژدې تپو ته وتښتيده، خو وروسته د شپې په جريان کې ونيول شوه.
د پوليسو د سرچينو د معلوماتو پراساس، دغه دوه ښځې د کمپ په خيمو کې چې يو بل په ګاونډ کې اوسيدې ژوند کاوه او پيښه د دوی د ماشومانو پر سر د راوتلي جنجال له امله رامنځ ته شوې ده.
د يوې ځايي خبري رسنۍ د رپوټ پر اساس، يوناني چارواکو اوس دغه دوه افغان کورنۍ له کمپ څخه بل ځای ته انتقال کړي دي.
د يونان په موريا کمپ کې د مهاجرو د ډيرې ګڼې ګوڼې له امله، تر دې وړاندې هم د مهاجرو تر منځ د راوتلو شخړو رپوټونه ورکړل شوي دي. په دغه کمپ کې د ژوندانه شرايط ډير خراب دي چې په کراتو د بشري ډلو له خوا پرې سختې نيوکې شوي دي.
د تازه ارقامو له مخې د يونان په موريا کمپ کې اوس مهال شا او خوا ۱۷ زره مهاجر ژوند کوي، په داسې حال کې چې دغه کمپ په اصل کې د ۲۷۵۷ کسانو له پاره جوړ شوی دی.
د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) او نور مرستندوي سازمانونه له يوه کال راهيسې د دغه کمپ د بنديدو غوښتنه کوې او وايي چې په کې ميشت مهاجر دې بل ځای ته انتقال کړل شي.
آژانسونه/ م.ک.ص/ ا.ا
د مهاجرو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد کي قهریدلي مهاجر
مخ پر وړاندي تېښته: په زرونو مهاجر د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد ته رسیدلي دي. تر دې مخکي د ترکیې ولسمشر اعلان کړی وو چي اروپايي ټولني ته به د مهاجرو د ورتگ مخه ونه نیسي.
انځور: Reuters/H. Aldemirله اغزنو کټارو څخه تیریدل امکان نه لري
پناه غوښتونکي د پولې د پرانیستلو په هیله ول، خو له اوښکي بهوونکي گاز او اغزنو کټارو سره مخامخ سول. د جمعې له ماښام راهیسي مخ پر زیاتیدونکي ډول مهاجرو د یونان او ترکیې ترمنځ پر پوله هجوم وروړی. زیاتره دغه کسان د کوچنیو بکسونو او ډیرو لږو شخصي شیانو سره پر لاره دي. دا په داسي حال کی ده چی هوا هم ډیره سړه ده.
انځور: picture-alliance/AA/G. Balciد مهاجرو شمیر مخ پر زیاتیدو دی
خو له یونان سره سرحد تړلی دی. د پاڅارکولې په سرحدي سیمه کې د شنبې په ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ مهاجر راټول سوي ول. زیاترو یې اور بل کړی وو، څو له یخنۍ ځان وساتي. د هغوی په منځ کې کورنۍ او کوچنیان هم شامل دي. د ترکیې د ولسمشر اردوغان په حواله د تیرې جمعې راهیسي ۱۸ زره مهاجر د اروپایی ټولنې پولې ته رسیدلي او ښایي د هغوی شمیر ۳۰ زرو ته ورسیږي.
انځور: picture-alliance/AA/G. Balciټوله ورځ له اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخیستل کیږي
د یونان سرحد ته څیرمه د اوښکي بهوونکي گاز او مرچو سپرې تور لوگي ټوله سیمه نیولې ده او پر یوناني پولیس د ډبرو ګوزارونه کیږي. د شنبې په ورځ د مهاجرو او سرحدي پوستو ترمنځ آخ او ډب رامنځ ته شو. د عینی شاهدانو په حواله د ترکیی او یونان ترمنځ سرحد، یوې حائلی سیمه کی شاوخوا ۵۰۰ انسانان راټول سوي ول.
انځور: Reuters/H. Aldemirپه یوروس کې د کښتۍ ماتیدل
یوې سوریایی مور او د هغې ماشوم هڅه کوله په یوې کښتۍ کې د یوروس په نامه سرحدي اوبو څخه تیر سي. مخکې له دې چې هغوی د یونان ساحل ته ورسیږي، کښتۍ یې له اوبو ډکه سوه. ژغورونکې عملې په یوه کوچني ټاپو کې هغوی دواړه وژغورل. یوازې هغوی نه دي چې له دا ډول برخلیک سره مخامخ سوي.
انځور: picture-alliance/AA/O. Cobanد اوبو له لارې یونان ته رسیدل
د کښتۍ په مرسته لا یونان ته رسیدل ممکن نه دي. یوناني ساحلي ساتونکو او سرحدي څارونکو د جمعې راهیسی د خپلو معلوماتو له مخې د شاوخوا ۴۰۰۰ غیر قانوني مهاجرو د ورتگ مخه نیولې ده. خو بیا هم مهاجر هڅه کوي چې ځانونه د یونان خاورې ته ورسوي.
انځور: picture-alliance/AA/O. Cobanیوازې لږ کسان خپل هدف ته رسیږي
د یوروس رود د ترکیې او یونان ترمنځ سرحد جوړوي. د شنبې په ورځ په ډلو ډلو انسانانو هڅه وکړه چې د ربړي کښتیو په مرسته ځانونه د یونان ساحل ته ورسوي. خو ډیر کم کسان پر دې کار بریالي سول. په آتن کې د یونان د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې دوی خپل سرحدونه چې هغه د اروپایی ټولنې سرحدونه هم دي، ساتلي دي.
انځور: picture-alliance/AA/O. Coban