1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
یونان

په يونان کې په مهاجرو ډک موټر چپه شوی

۱۴۰۱ دی ۱۲, دوشنبه

په یونان کې یو کوچنی بس ډوله موټر چې له مهاجرو ډک وو چپه شوی دی. په دې پيښه کې یو مهاجر مړ شوی او دری نور ټپیان شوي دي. ګومان کيږي چې موټر چلونکی به قاچاقبر و.

Griechisch-türkische Grenze
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Stavrakis

د یونان دولتي راډیو د پولیسو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د مهاجرو لیږدونکی یو مني بس موټر چې ډېر مهاجر پکې سپاره ول په یوه ترافیکي پېښه کې چپه شوی دی. په دې پيښه کې یو مهاجر وژل شوی او دری نور په شدید ډول ټپیان شوي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د مهاجرو لیږدونکی دغه مني بس د نامعلوم علت له کبله چپه شوی دی. زیاته شوې ده چې د موټر چلوونکي چې ګومان کیږي قاچاقبر و، هیڅ آثار نه دي موندل شوي او ځان یي غایب کړی دی. ۱۲ مهاجر له موټر څخه روغ رمټ را ایستل شوي دي.

د يونان ساحلي ساتونکو د افغانانو په ګډون په لسونو مهاجر ژغورلي

د پولیسو په حواله ویل شوي چې دغه موټر د ترکیې او یونان ترمنځ له سرحدي سیمې څخه د یونان د لویدیځ پر لور روان وو چې پيښه رامنځته شوې ده.

انساني قاچاقبران هڅه کوي چې له کوچنیو بسونو(مني بوس)، کرولا او سراچه ډوله او په باروړونکو موټرو کې له خالي ځایونو څخه په استفادې مهاجر په غیر قانوني توګه د ترکیې او یونان په سرحد کې له ایوروس سیمې څخه لویدیځ یونان ته انتقال کړي.

په دې ترڅ کې په پرله پسې ډول خونړۍ ترافیکي پيښې رامنځته کیږي. د ترافیکو په حواله دغه پيښې ځکه هم رامنځته کیږي چې د قاچاقبرانو بانډونه د دې کار له پاره له قانوني سن ته نه رسیدلو کم عمره او بې تجربې موټر چلوونکو څخه استفاده کوي. دا ځکه چې د نیول کیدو په صورت کې د کم سزا له ګواښ سره مخامخ کیږي.

د آتن او انقرې ترمنځ سیاسي لوبه؛ زیان یې مهاجرو ته رسیږي

پناغوښتونکي د انساني قاچاقبرانو په مرسته هڅه کوي، بې له دې چې په یونان کې ثبت شي او د ګوتو نښان یي واخیستل شي منځنۍ او لویدیځ اروپا ته ځانونه ورسوي.

د مهاجرو په وینا د قاچاقبرانو بانډونه له ترکیې څخه د یونان پر لاره لوېدیځ اروپا ته د هر یوه مهاجر د رسولو پر سر تر ۷۰۰۰ یورو پورې پیسې ترلاسه کوي.

دا معلومه نه ده چې په کوم شمیر کې مهاجر له دې لارې لویدیځي اروپا ته رسیدلي دي. خو د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو ادارې په ۲۰۲۲م کال کې شاوخوا ۵۸۰۰ کسانو راجستر کړي دي چې له ترکیې څخه د ځمکي له لاري یونان ته رسیدلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب