په مدیترانې سمندر کې د مهاجرو د لیږدونکي یوې کښتۍ د انجن یا ماشین خراب شوی او ۶۰ کسان پکښې مړه شوي دي. په دې کښتۍ کې ژغورل شوو کسانو چې شمیر یې ۲۵ ته رسیږي، ویلي دي چې په کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۰ پناه غوښتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په مدیترانې کې د بشري مرستو ادارې «SOS Mediterranee» پورې اړوندې کښتۍ «Ocean Viking» ویلي دي چې د دغې کښتۍ ۲۵ سپاره یې ژغورلي دي چې له څو ورځو راهیسې بې له مرستې په سمندر کې ول.
ژغورل شوو کسانو مرستندویانو ته ویلي دي چې دوی څو ورځې مخکې د لیبیا له ساحل «زاویه» څخه د اروپا پر لور را روان شوي ول. د دوی په خبره له روانیدو دری ورځې وروسته د کښتۍ انجن خراب شو او په کښتۍ کي خواړه او اوبه نه وې.
ژغورونکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې یوه ورځ مخکې یې د ایټاليا له ساحلي ګارد سره په ګډه ۲۵ کسان په ډير «نازک وضعیت» وژغورل. د دوی په وینا له کښتۍ څخه دوه يې چې بې هوښه ول د څرخي الوتکې په وسیله یې سیسیلي ټاپو ته ورسول، خو وروسته بیا هغوی مړه شول.
په مدیترانې کې د بشري مرستو ادارې په ایکس شبکه کې لیکلي دي: «له ژغورل کیدو اووه ورځې مخکې دوی د لیبیا د زاویه ساحلي ښار څخه را روان شوي ول.» ژغورل شوي کسان چې ټول یې نارينه دي د سینیګال، مالي او ګامبیا افریقایي هیوادونو پورې اړه لري.
د م. م د «کډوالۍ نړیوال تړون» به د مهاجرت ستونزې حل کړي؟This browser does not support the video element.
د ژغورنې کښتۍ د پرسونل یوه غړي وویل: «یو داسې سړی مې ولید چې ښځه او یو نیم کلن ماشوم یې په لاره کې مړه شوي ول. ماشوم یې په همهغه لومړۍ ورځ مړ شوی وو، په داسې حال کې چې ښځه یې یا د ماشوم مور په څلورمه ورځ مړه شوې وه. دوی د سینیګال هیواد اتباع ول چې د څه باندې دوو کلونو راهیسې په لیبیا کې اوسیدل.»
ملګرو ملتونو پر دغې پيښې خواشيني ښودلې ده د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ایم) پر دې پیښې خواشیني څرګنده کړې ده. (آی او ایم) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: «د سمندري ګزمې د پیاوړې کولو او د داسې پيښو د مخنیوي په خاطر بیړنیو اقداماتو ته سخته اړتیا ده.»
د ایټالیا په ګډون د اروپایي اتحادیي یو شمیر نور هیوادونه له شمالي افریقا څخه د راتلونکو مهاجرو د شمیر کمولو کوښښ کوي.
دوی د لیبیا او تونس له ساحلونو څخه د پناه غوښتونکو له روانیدو دمخه، د هغوی د مخنوي په خاطر دغو هیوادونو ته پيسې او وسایل هم په اختیار کې ورکوي.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په حواله په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې ۵۹۶۸ پناه غوښتونکي د سمندر له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳م کال کې په همدې موده کې ۱۹۹۳۷ کسان ایټالیا ته رسیدلي ول.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
سږکال د مديترانې سمندرګې له لاري اروپا ته مهاجرتونه
سږکال د مديترانې سمندرګي له لاري اروپا ته نژدې يونيم لک مهاجر رسيدلي دي. نژدې درې زره نور په اوبو کې مړه شوي دي. دا چې دغه مهاجر تر ډیره د کومو هيوادونو دي، په اړه یې معلومات په دې انځوريز رپوټ کې: انځور: picture alliance/abaca/AA د مهاجرت نړيوالې ادارې د اکتوبر مياشتي د۲۰ مې نيټې د تازه خپرو شويو ارقامو له مخې سږکال له سمندري لارو اروپا ته ټول ټال ۱۴۶۵۳۵ تنه مهاجر رسيدلي دي. دغه مهاجر يونان، ايتاليا او هسپانيا ته رسيدلي دي.
انځور: Getty Images/A. Koerner ايټاليا، يونان او هسپانيا د نژدې يونيم لک مهاجرو له ډلې څخه چې سږکال اروپا ته مهاجر شوي دي، ۱۱۰۳۵۲ تنه يې ايتاليا، ۲۲۹۱۶ يې يونان او ۱۲۴۲۰ یې هسپانيا ته رسيدلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A.Tzortzinis د اکتوبر پر۲۰مه خپاره شوي ارقام ښيي چې په ۲۰۱۷م کال کې شاوخوا ۲۷۸۴ تنه مهاجر په سمندر کې د ډوبيدو له وجې مړه او يا لا درکه شوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/IFRC/M. Karima په ۲۰۱۷م کال کې لس هغه هيوادونه چې د سمندر له لاري يې اروپا ته تر ټولو زيات مهاجر لرل، نايجريا يې په سر او مراکش يې په آخر کې دی. د لس واړو هيوادونو پيژنده او د مهاجرو شمير يې په ترتيب کتلای شئ!
انځور: picture-alliance/ROPI/I. Petyx مراکش په ۲۰۱۷م کال کې د لسو هيوادونو په کتار کې اروپا ته تر ټولو لږ یعنې ۵۴۰۷ تنه مهاجر لرل، دغه شمير په روان کال کې اروپا ته رسيدلو ټولو مهاجرو ۴ اعشاريه ۵ سلنه برخه ده.
انځور: Getty Images/A. Koerner سينګال ۵۰۵۰ تنه مهاجر، د ټولو مهاجرو ۵،۶ سلنه برخه.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/G. Pinon اريتريا سږکال اروپا ته ۵۶۰۱ تنه مهاجر لرل چې د سږکال ټولو مهاجر ۵ اعشاريه ۶ سلنه برخه ده. په دې سره اريتريا په لسو مخکښو مهاجر لرونکو هيوادونو کې اتم ځای لري.
انځور: Reuters/Y. Behrakis له مالي هيواد څخه سږکال اروپا ته ۵۹۸۹ تنه مهاجر تللي دي. مالي د اروپا د سږکال مهاجرو ۵ سلنه برخه جوړوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis له ګامبيا څخه سږکال اروپا ته ۶۲۹۴ تنه مهاجر رسيدلي دي. دا د ټولو رسيدلو مهاجرو ۶ اعشاريه ۲ سلنه برخه ده. په دې سره کامبيا د سږکال په لسو لومړې درجه مهاجر لرونکو هيوادونو کې شپږم ځای لري.
انځور: picture alliance/AA/Italian Army/Marina Militare له بنګله ديش څخه سږکال اروپا ته ۸۷۴۷ تنه مهاجر رسيدلي دي. دا د نژدې يونيم لک رسیدلو مهاجرو ۷ اعشاريه ۳ مه برخه ده.
انځور: DW/M. Papadopoulos له عاج ساحل څخه سږکال د سمندر له لارې اروپا ته ۹۵۴۴ تنه مهاجر رسيدلي دي چې دا په دغه کال کي اروپا ته د ټولو رسيدلو مهاجرو ۷ اعشاريه ۹ سلنه برخه جوړوي. په دې سره د عاج ساحل په لسو مخکښو مهاجرلرونکو هيوادونو کې څلورم ځای لري.
انځور: Getty Images/A. Koerner له گانا څخه سږکال د سمندر له لارو اروپا ته ۱۰۲۹۱ تنه مهاجر رسيدلي دي، چې دا اروپا ته د سږنيو رسيدلو ټولو مهاجرو ۸ اعشاريه ۵ سلنه برخه جوړوي.
انځور: picture alliance/AP Photo/IFRC/M. Karima له سوريې څخه سږکال اروپا ته ۱۱۶۵۴ تنه مهاجر رسيدلي دي. دا سږکال اروپا ته د رسيدلو ټولو مهاجرو ۹ اعشاريه ۷ سلنه برخه ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Morenatti ۱ نايجريا / تر ټولو زيات مهاجر لرونکی هیواد نايجريا هغه هيواد دی چې سږکال يې تر ټولو زيات اتباع اروپا ته مهاجر شوي دي. د دغو مهاجرو شمير ۱۶۶۲۴ تنه دی چې اروپا د سږکال ټولو رسيدلو مهاجرو ۱۳ اعشاريه ۸ سلنه برخه جوړوي.
انځور: Reuters/S. Rellandini انځورونه د دويچه ويله له آرشيف څخه او ارقام د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې له ويب پاڼې څخه. چمتو کونکی: محمد کریم صالح
انځور: Reuters/A. Zeyad