په ټوله نړۍ کي د اسهامي بازارونو غوړیدلو، د مځکو او جایدودنو د بیو لوړیدلو او اقتصادي ودي په سبب په ۲۰۱۷ کال کي ملیارډران او سرمایې یې نوري هم ډیري سوي دي.
اعلان
دغه خبر د سویس لوی بانک USB په خپل نوي رپوټ کي ورکړی دی او لیکلي یې دي، چي د ۲۰۱۶ کال په نسبت په ۲۰۱۷ م کال د ملیارډرانو او شتمو خلگو سرمایې ۱۹ فیصده یا ۸،۹ بلیونه ډالره اضافه سوي دي. په رپوټ کي راغلي دي ، چي نه یوازي ملیارډران په ټوله دنیا کي ډیریږي، بلکي سرمایې او پیسې یې هم. داسي چي ۲۱۵۸ نارینه وو او ښځو د جرمني د ټوله ۲۰۱۷ کال د کلني عایدپه اندازه پیسې په اختیار کي درلودې، یعني ۳،۳ بیلیونه یورو. د هر ملیارډر سرمایه بیا په متوسط ډول ۴،۱ ملیارډه ډالره کیږي.
په چین کي نوي ملیارډران
ترټولو دمخه بیا په چین کي په همدغه عیسوي کال کي نوي ملیارډران ډیر سوي دي. د همدغه بانک د رپوټ پراساس په ۲۰۱۷ کال کي ۳۷۳ ملیارډران موجود وه، چي په ۲۰۱۶ کال لا ۳۱۸ تنو ته رسیدله. په همدې حال کی د چین ملیارډران د ۵۵ کالو متوسط عمر په درلودلو سره د نوري نړۍ د ملیارډرانو په تناسب ځوانان ول، چي متوسط عمرونه یې ۶۴ کاله ول.
په جرمني کي هم په دغه موده کي ملیارډران ډیر سوي دي او د ۱۱۷ څخه ۱۲۳ تنو ته پورته سوی دي. دټولي اروپا په تناسب هر پنځم ملیارډر جرمنئ دی.
اکثره ملیارډران د صنعتي شرکتونو خاوندان دي او یا د خوراکي موادو، طبیعي محصولاتو، مځکو او جایدودنو په خرڅولو او رانیولو کي مصروفه دي.
د منیجرانو د مجلې "Manager Magazins" په حواله په جرمني کي د BMW موټر جوړولو سهامي شرکت سهم لرونکي شټیفان کوانت او سوزانه کلاتن سرمایې ۳۴ ملیارډه یورو اټکل سوي دي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 27.12.2016)
کوم پاچا لري تر ټولو زياتي پيسې؟
کله چي د شاهي کورنيو ذکر کيږي نو زيات وخت دا پوښتنه هم مطرح کيږي چي څومره پيسې او جايدادونه لري. د فوربس مجلې په ۲۰۱۱ کال د ۱۰ تر ټولو زياتو شمتنو پاچهانو ليسټ خپور کړی ؤ. دغه لس تر ټولو بډای پاچهان دلته وپېژنۍ:
انځور: Reuters/O. Harris
۱۰ ـ د عمان سلطان قابوس بن سيد
سلطان قابوس بن سيد ويل کيږي چي ۷۰۰ مليونه ډالره شتمنۍ لري او د نړۍ د شتمنو پاچهانو په ليسټ کي په لسم نمبر دی.
انځور: Getty Images/AFP
۹ ـ آغا خان شاه کريم الحسيني
آغا خان چي د خپلي مذهبي فرقې مشر دی، پر کوم دولت پاچهي نه کوي خو پېرويان يې ورته تر پاچا زیات عزت ورکوي. د خپل دين دغه پنځم پېشوا تقريبا ۸۰۰ مليونه ډالره شتمنۍ لري.
انځور: Fars
۸ ـ د موناکو پاچا البېر دويم
موناکو په اروپا کي يو کوچنی هيواد دی. د فوربس مجلې د ۲۰۱۱ کال د راپور پر اساس دغه پاچا د ۱۰۰۰ مليونو يا يو مليارد ډالرو په ارزښت شتمنۍ لري.
انځور: AP
۷ ـ د قطر امير تميم بن حمد آل ثاني
د قطر د شاهي کورنۍ په هکله فوربس ليکلي ول چي ۲،۴ مليارده ډالره شتمنۍ لري.
د متحده عربي اماراتو لومړی وزير او د دوبۍ امير محمد بن راشد المخدوم په هکله فوربس ليکلي چي په ۲۰۱۱ کال يې د ۴ ملياردو ډالرو په ارزښت شتمنۍ درلودې.
انځور: Getty Images/F. Nel
۴ ـ د ابو ظبي امير خليفة بن زايد آل نهيان
د متحده عربي اماراتو ولسمشر او د ابوظبي د امارت امير خليفة بن زايد آل نهيان په هکله فوبس ليکلي چي په ۲۰۱۱ کال کي يې د ۱۵ ملياردو ډالرو په ارزښت شتمنۍ درلودې.
انځور: Solar Impulse/Revillard/Rezo.ch
۳ ـ د سعودي عربستان وفات سوی پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزيز
په ۲۰۱۱ کال لا چي کله د سعودي عربستان د هغه وخت پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزير ژوند ؤ، نو په هکله يې د فوربس مجلې ليکلي ول چي ۱۸ مليارده ډالره شتمنۍ لري. اوس د سعودي پاچا شاه سلمان بن عبدالعزيز دی. خو د تيلو د بعيو د کمېدو له کبله سعودي عربستان او د پاچا کورنۍ د تاوانونو سره مخامخ ده.
انځور: Reuters/Brendan Smialowski
۲ ـ د برونای سلطان حسن البلقيه
د فوربس د ۲۰۱۱ کال د راپور له مخي د برونای د سلطان حسن البلقيه شتمنۍ تر ۲۰ ملياردو ډالرو څخه زيات ارزښت لري.