1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د اخته کسانو او قربانیانو شمیر

۱۳۹۸ اسفند ۲۶, دوشنبه

د افغانستان په شمول په نړۍ کې د کرونا په ویروس شاوخوا ۱۷۰ زره انسانان اخته دي چې له کبله یې تر اوسه پورې شپږ زره ۵۰۶ تنه یې وژل شوي. چین تر ټولو مخکښ دی او په افغانستان کې هم د کرونا د مثبتو پیښو شمیر ۲۱ ته لوړ شوی.

Iran Coronavirus
انځور: picture-alliance/AA/F. Bahrami

له چین پرته په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر د هرې ورځې په تیریدو سره د لوړیدو په حال کې دی. تر اوسه پورې په چین کې  ۸۰ زره او ۸۴۸ تنه په دې ویروس اخته شوي او ۳۲۱۳ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر دې مهاله پورې په ۱۵۶ هیوادونو کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

بل لوري ته په افغانستان کې هم په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر لوړ شوی دی. د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت په حواله په هیواد کې د کرونا د تازه پیښو په ثبت سره په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر ۲۱ تنو ته لوړ شوی دی.

په دغه ځای په کلیک کولو سره، کولی شئ په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د اخته کسانو او قربانیانو تازه معلومات ترلاسه کړئ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب