1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

په ټوله نړۍ کې په کرونا له ۱۶ میلیونو ډیر انسانان اخته دي

۱۳۹۹ مرداد ۵, یکشنبه

په امریکا کې میشت د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، نن ورځ په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر تر ۱۶ میلیونو کسانو اوښتی دی. په ورته وخت کې، شمالي کوریا بیا د کرونا د لومړۍ پیښې د ثبت خبر ورکړی.

Russland Corona-Pandemie | Test in Moskau
انځور: picture-alliance/dpa/E. Odinokov

په امریکا متحده ایالاتو کې میشت د جان هاپکنز پوهنتون له لوري د کوید ۱۹ په هکله د راټولو شویو شمیرو له مخې، اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیر له ۱۶ میلیونو اوښتی دی. د دغه پوهنتون په حواله، تر اوسه پورې کورنا ویروس تر ۶۴۴ زره د ډیرو انسانانو ژوند اخیستی دی.

د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې اوس امریکا متحده ایالات د کرونا ډیر ځپلی هیواد دی. په امریکا کې له ۴ میلیونو او ۱۷۸ زرو ډیر کسان په کرونا اخته شوي دي او شاوخوا ۱۴۶ زره او ۵۰۰ کسان بیا مړه شوي دي.

په ورته وخت کې شمالي کوریا په خپل هیواد کې د کرونا ویروس د لومړۍ پیښې د ثبت خبر ورکړی دی. د شمالي کوریا دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې په دې تړاو د شمالي کوریا په کایسونګ ښار کې یوه بیړنۍ ناسته هم شوې ده. د شمالي کوریا د معلوماتو له مخې، یو کس جنوبي کوریا ته تللی وو او داسې اټکل کیږي چې ویروس به دغه کس له جنوبي کوریا څخه را انتقال کړی وي. د شمالي کوریا په حواله، دغه کس د جولای میاشتې په ۱۹ نیټه بیرته د شمالي کوریا خاورې ته داخل شوی دی.

انځور: AFP/Jung Yeon-je

تر اوسه پورې شمالي کوریا ټینګار کاوه چې د دوی د پولو په داخل کې د کرونا ویروس هیڅ مثبته پیښه نه ده ثبت شوې. شمالي کوریا د کرونا وبا د پراخیدو راهیسې، د خپل هیواد پولې تړلي دي او یو لړ تدابیر یې هم پلي کړي دي.

د معلوماتو له مخې، په شمالي کوریا کې د کرونا د لومړۍ مثبتې پیښې په ثبتیدو سره، د دې هیواد رهبر کیم جونګ اون یوه بیړنۍ غونډه رابللې او د کايسونګ سرحدي ښار د بشپړ تړلو پریکړه یې کړې ده.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب