1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

په ټي۱۰ لیګ کې حضرت ځاځي تر شهزاد محمدي مخکښ شو

۱۳۹۷ آذر ۳, شنبه

د متحده عربي اماراتو په کوربتوب، د ټي ۱۰ لیګ په سوداګریزو سیالیو کې حضرت الله ځاځي د چټکو منډو او هسکو شپږیزو په وهلو سره، د شهزاد محمدي ریکارډ مات کړ او تر هغه یې ډیرې منډې جوړې کړي.

Offizielles Logo T Ten cricket league

د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې غړی حضرت الله ځاځی اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې دی او د ټي ۱۰ یا  T10 په نامه په لس اوریزو سوداګریزو سیالیو کې د ماراتا عربین لوبډلې له پاره لوبیږي. د متحده عرب اماراتو په شارجه ښار کې د ټي ۱۰ سیالیو په لړ کې د مراتا عربین او بینګال ټایګرز لوبډلو سره بخت و آزمویه. په دې لوبه کې حضرت ځاځي په کمه موده کې د هسکو شپږیزو او څلوریزو پر مټ ۷۶ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله ماراتا عربین یې بریا ته ورسوله.

تر دې وړاندې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې بل تکړه توپ وهونکي یا بیټسمن شهزاد محمدي یوازې په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې کړې وې. ځاځي په دې لوبه کې یوازې په ۲۷ توپونو نیمه سلیزه ووهله او خپلې لوبډلې ته یې خورا ارزښتناکې منډې وکړې.

د ځاځي نړیوال ریکارډونه

حضرت ځاځي تر دې وړاندې د افغانستان په پریمیر لیګ سیالو کې یو بل نړیوال ریکارډپه خپل نامه ثبت کړی دی. نوموړی د یووراج سنګ او کریس ګیل ترڅنګ دریم نړیوال لوبغاړی دی چې په ۲۰ اوریزو سیالیو کې یوازې په ۱۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه پوره کوي.

د ټي ۱۰ سیالیو په پرونۍ او دوهمه لوبه کې بینګال ټایګرز د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۱ منډې وکړي. د دې لوبې پچه یا ټاس عربین لوبډلې ګټلی وو او په خپله یې د توپ اچونې یا فیلډنګ پریکړه وکړه. د بینګال لوبډلې له پاره محمد نبي هم ۱۶ ارزښتناکې منډې وکړې چې بیا وروسته د راشد خان په توپ وسوځید.

د ماراتا عربین لوبډلې د ټاکل شوي ۹۲ منډو هدف د ترلاسه کولو له پاره حضرت ځاځی د خپلې لوبډلې له پاره د منډو په جوړولو پیل وکړ او د هغه په مقابل کې د افغانستان د ملي لوبډلې بل تکړه لوبغاړی مجیب ځدراڼ ولاړ دی او هڅه کوي چې د ځاځي ویکټ ترلاسه کړي او خپلې لوبډلې ته بریا په برخه کړي. ځاځي د مجیب الرحمن په ګډون د مقابل لوري پر یوه توپ اچونکي رحم ونه کړ او یو په بل پسې یې شپږیزې او څلوریزې وهلې. په دې لوبه کې څو ځله د ځاځي بخت ځان وښود او څو ځله یې کیچونه ډراپ یا ولویدل.

په دغه سوداګریز لیګ کې د کریلا کینګ، کراچینز، پښتون، راجپوت، پنجاب لیجیندز، مراتا عربین، بینګال ټایګرز او نارترن واریرز په نامه لوبډلې یو له بل سره سیالي کوي او په دې لوبډلو کې ۱۲ افغان لوبغاړي د مختلفو لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب