1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

په پاريس کې درې کسان په ډزو وژل شوي؛ يو شکمن کس نيول شوی

۱۴۰۱ دی ۲, جمعه

په پاريس کې د کردانو د يوه کلتوري مرکز د په نخښه کولو په پېښه کې درې کسان وژل شوي دي. څارنولانو د قصدي وژنې د ممکنه قضيې په اړه پلټنې پېل کړي دي.

په پاريس کې د فايرونو په پايله کې درې کسان وژل شوي
په پاريس کې د فايرونو په پايله کې درې کسان وژل شويانځور: JULIETTE JABKHIRO/REUTERS

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې يوه څارنوال د پېښې په ځای کې خبريالانو ته وويل: «درې کسان وژل شوي، يو تن د بيړنۍ مرستی په خدماتو کې دی او نور دوه هم سخت ټپيان دي او شکمن تن چې نيول شوی دی، پر مخ ټپونه لري.»

په لومړي سر کې په رسمي توګه د دوو کسانو د وژل کيدو او څلورو د ټپي کیدو خبره شوې وه چې د دوو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ ښوول شوی وو. وروسته بيا وويل شول چې درې کسان وژل شوي.

په پاريس کي دوې مسلماناني په چړو وهل سوي

څارنوالانو د دې په زياتولو سره چې شکمن وسله وال تقريباً ۶۰ کاله عمر لري، وويل: «د قتل، قصدي وژنې او شديد تاوتريخوالي د قضيو په ترڅ کې څېړنې پيل شوي دي.»

چارواکو د شکمن بريدګر په اړه نور معلومات نه دي په ډاګه کړي خو د فرانسوي رسنيو د رپوټونو په حواله تورن عامل يو په خټه «قفقازی» فرانسوی دی چې يو کال مخکې یې د مهاجرو پر يوه مرکز هم بريد کړی وو.

د فرانسې د کورنيو چارو وزير ژيرالد دارمانين ويلي چې هغه به د دې «ډراماتيکې» پېښې ځای ته ورشي.

د ډزو په اړه نور څه معلومات شته؟

وسله وال د پاريس د ۱۰ نمبر سيمې په «روې انګين» سړک کې چې کوچنۍ مغازې او قهوه خانې پکې دي، په فايرونو پېل وکړ. د دغه سيمې ښاروالې اليکساندره کورتبار خبريالانو ته وويل چې فايرونه د کردانو په يوه ټولنیز مرکز کې شوي دي چې مقابل لوري ته يې يوه آرايشګاه او يو رستورانت دی.

د پاريس د بريدونو پنځمه کليزه

د فرانسې خبري آژانس د عيني شاهدانو له قوله ویلي چې بريد ګر اوه يا اته فایرونه وکړل. يوه عيني شاهد وويل: «ډېره وارخطايي وه. موږ ځانونه [په دوکان کې] بند کړل.»

د پاريس ښاروالې اني دلګو له پوليسو څخه د پېښې پر وخت د «پريکړنده مداخلې» له کبله مننه وکړه.

دا پېښه په داسې حال شوې ده چې په پاريس کې د کرسمس يا مسیحي اختر تر مخه پر سړکونو او بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب