1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په پاریس کې د جومات د امام په ګډون پنځه تنه نیول شوي

۱۳۹۸ مهر ۲۲, دوشنبه

فرانسوي چارواکو د روانې میاشتې په لومړیو کې د پاريس د پوليسو په یوه ماموريت کي د چړې د بريد په تړاو پنځه تنه نيولي دي. یو له دوی څخه د هغه جومات امام دی چې بریدکونکي ورته تګ راتګ کاوه.

Paris Frankreich Polizei Hauptquartier
انځور: Reuters/P. Wojazer

فرانسوي چارواکو د دوشنبې په ورځ(اکتوبر میاشتې ۱۴) په پاريس کې د پولیسو په یوه ماموریت کې د اکتوبر میاشتې پر ۳ نیټه د چړې په برید کې د لاس درلودلو په شک پنځه تنه نیولي دي. په دغه بريد کې څلور تنه وژل شوي ول.

دغه کسان د دوشنبې ورځې په سهار وختي د پاریس ښار په اطرافو کې نیول شوي دي.

د کمپیوټري پروګرامونو کارپوه میشایل هارپون، د اکتوبر میاشتې پر دریمه نیټه په پاریس کې د پولیسو په ماموریت کې پر خپلو همکارانو د چړې برید وکړ او څلور کسان یي ووژل. وروسته بیا هغه پخپله هم د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

پلټونکي په دې هڅه کې دي چې معلومه کړي آیا نوموړي کس دغه عمل په یوازیتوب سره کړی دی او که د یوه پلان شوي ترهګریز اقدام یوه برخه وه.

هارپون لس کاله مخکې مسلمان شوی وو او په مخ پر ډیریدونکي ډول یي افراطي نظر درلود. په نیول شویو کسانو یو تن د هغه جومات امام دی چې هارپون ورته ډیر تګ راتګ درلود. د نوموړي امام نوم د فرانسې د احتمالي امنیتي ګواښونو په لیست کې هم موجود دی.

kp/rt (AFP, Reuters)/sn/nz

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب