د پاکستاني چارواکو په خبره چترال ته غځېدلي لاري او پلچکونه ويجاړ سوي؛ په دغه سيمه کي کورونه، مسجدونه، هوټلونه او يو برېښناکوټ له منځه تللي دي.
دوی وايي تر اوسه پوري د هغو انسانانو د مرک او ژوند په اړه خبر نه لري چي د سېلاب په منځ کي په کليو کي بند پاته دي.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د سه شنبې په ورځ په سېلاب ځپلو سيمو کي د وژل سوو کسانو له کورنيو سره خپله غمشريکي اعلان کړه او زياته ئې کړه چي له دغي سيمي سره به مرستي پيل سي.
د لاهور بې وسه ښاریان له یوه اړخه له کورونو اوبه د باندې باسې، او کورونه یې بیا له اوبو څخه ډکیږي، ځکه چې د کورونو د باندې هم هر لوري ته یوازې اوبه دي.
انځور: REUTERS/S. Farid
د لاهور په یو شمیر سړکونو او کوڅو کې څلور فوټه اوبه ولاړي دي. په دغسې یوه حالت کې پر موټر سایکل او یا هم موټر کې سفر نه شي کیدای. له دې کبله خلکو د تگ راتگ له پاره یو ځل بیا گاډیو ته مخه کړې ده.
انځور: Reuters/M.Raza
د لاهور پر سړکونو هر لور ته اوبه تر سترگو کیږي. ویل کیږي چې د شاه جمال په ناحیه کې خلکو په وړو کښتیو کې تگ راتگ کاوه. د چناب، راوي، ستلج په سیندونو کې د اوبو سطحه لوړه او په یو شمیر نهرونو کې د درزونو له کبله ډیری شمیر کلي تر اوبو لاندې شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali
په لاهور کې د یو شمیر زړو کورونو د چتونو د لویدو له کبله، یو شمیر انسانانو ته مرگ ژوبله هم اوښتې ده. په سړکونو او لارو کوڅو کې د اوبو له کبله خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې شوي دي او یا باید د تگ پر مهال لکه چې په دې انځور کې ښکاري په څو فوټه اوبو کې تگ ته زړه ښه کړي.
انځور: REUTERS/M. Raza
د سیلابونو د راتلو له خبرونو سره سم د پاکستان پوځ هغو سیمو ته خپل سرتیري واستول چې د سیلابونو له کبله پکښې د زیان رامنځ ته کیدو امکانات وو. په دغه انځور کې يوه پوځي څرخي الوتکه د اسلام آباد په اطراف کې د مرستو رسولو په حال کې ده.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem
د سختو اورښتونو له کبله سړکونه تر اوبو لاندې شول او د یو شمیر موټرو ماشینونه هم ناکاره شول. په دغه انځور کې ښکاري چې د یوې رېکشا ماشین خراب شوی.
راولپنډۍ ته څیرمه له سیلاب څخه اغیزمن شوي یو شمیر خلک د خپلو کورونو د خرابیو تر څنگ ولاړ دي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem
په لاهور ښار کې خلک د خپل ورځني ضروروتونو د پوره کولو له پاره مجبوره دي چې له کورونو راووځي او په اوبو کې مزل وکړي. په پورتني انځور کې لیدل کیږي چې یوه سړي خپل ماشوم په غیږ کې نیولی دی او له اوبو تیریږي.
انځور: Reuters/O.Saleem
انځورونه1 | 14
د شريف د دفتر له خوا په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي لومړي وزير نواز شريف پلان لاره سېلاب ځپلي سيمي ته سفر وکړي او حالت له نژدې وگوري خو د خرابي هوا له کبله سفر وځنډېد.
په پاکستان کي هر وخت د موسمي بارانونو له کبله په راغلو سېلابونو کي انسانان وژل سوي دي.
د روان کال په جون مياشت کي په پاکستان کي د گرمۍ سختي څپې نزدې ۱۲۰۰ انسانان ووژل.