1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي دوه مهم قوماندانان وژل سوي دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۱۷, دوشنبه

د پاکستان امنیتي چارواکو ويلي دي، چي هوايي ځواک ئې د دغه هيواد په شمال لوېديځ کي نژدې ۳۰ تنه وسله وال د هغوی له «مهمو قوماندانو» سره يو ځای وژلي دي. دغه هوايي يرغل د يکشنې په ورځ ناوخته سوی دی.

انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د ډسمبر ۸) ويلي دي چي د يکشنبې ورځي د ناوخته يرغل هدف، په شمالي وزيرستان کي محلي جنگسالار حافظ گل بهادر او د هغه ملگری صادق نور وو.

ويل کيږي چي دغو دواړو قوماندانو په حقاني ترهگري ډلي پوري اړه لرله چي په افغانستان کي د ناټو او امریکايي ځواکونو پرضد جنگيږي او ځانمرگي بريدکوونکي ور لېږي.

د فرانسې خبري آژانس ته د وسله والو ياغيانو يو سرچنې ويلي دي: «نژدې ۳۰ تنه وسله وال وژل سوي دي. د دغو دواړو قوماندانانو په لسونو کسان او قوماندانان په يوه غونډه کي سره راټول سوي ول.»

په سيمه کي يوې معلوماتي سرچينې هم مرگ ژوبله او اعتصاب تائيد کړی دئ.

ناتائيد سوي راپورونه وايي چي بهادر او نور، په وژل سوو کسانو کي دي. خو يو بل امنيتي چارواکي له سيمي څخه د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي دوی اوس په دې اړه د معلوماتو د راټولو په تلاښ کي دي. هغه ويلي دي: «هغه څه چي زه تائيدولای سم، هغه دا دي چي د هوايي يرغل هدف حافظ گل بهادر وو.»

بله خوا بيا د وسله والو ياغيانو يوه بل لوړ پوړي قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي دغه دواړه قوماندانان د يکشنبې په ورځ په سيمه کي ليدل کېدل، خو دا معلومه نه ده چي آيا هغوی د حملې پرمهال تښتېدلي دي. هغه ويلي دي: «په دغه هوايي يرغل کي د وژل سوو کسانو په ډله کي د حافظ گل بهادر او صادق نور، ۷ تنه مهم قوماندانان شامل دي.»

محلي جنگسالار بهادر چي د پاکستان د حکومت طرفداري ئې کوله، هغه مهال ئې له دولت سره همکاري قطع کړه، چي د پاکستان پوځ پر شمالي وزيرستان باندي پوځي عمليات پيل کړل.

بهادر هغه څوک دئ، چي په ۲۰۱۲م کال کي ئې د پاکستان په قبايلي سيمو کي د گوزڼ پر واکسين باندي بنديز ولگاوه چي وروسته بيا نورو وسله والو هم دغه کار تعقيب کړ.

د پاکستان پوځ د روان کال په جون مياشت کي په دغه قبايلي سیمه کي ستر عمليات تر سره کړل. د دوی په وينا په دغو عملياتو کي نژدې ۱۶۰۰ وسله وال طالبان او ۱۲۶ پوځيان تر اوسه پوري وژل سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب