1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

یو پاکستانی د میرمنې د قتل په شک په هسپانیا کې نیول شوی

۱۳۹۹ مرداد ۱۳, دوشنبه

یوولس کاله ترمخه ظاهرا د خپلې میرمنې تر وژلو وروسته تښتیدلی کس د هسپانيا په سیاحتي ټاپو مایورکا کې نیول شوی دی. پاکستاني چارواکو د دغه کس د نیولو په مخه په نړیواله کچه هلې ځلې کولې.

Spanien Mallorca Magaluf | Touristen Corona-Verstöße
آرشیف انځورانځور: Reuters/E. Calvo

د سیلاني توب له پاره د مشهور ټاپو پولیسو تیره اوونۍ دغه ۴۱ کلن پاکستانی نیولی دی. پر دغه کس تور دی چې په ۲۰۰۹م کال کې یې خپله میرمن په ډزو وژلې وه. د پاکستان تحقیق کوونکي تر څیړنو وروسته دې پایلې ته رسیدلی چې دغه کس له خپلو درو ملګرو سره په ګډه خپل میرمن وژلې وه.

چارواکو گومان کاوه چې مجرمین کيدای شي د نيول کيدو له ويري له هیواده وتښتي. پاکستان د دغو کسانو د نیولو له پاره په نړیواله کچه هلې ځلې کولې.

د شکمن قاتل د نیول کیدو له پاره په نړیواله کچه خبرداری ورکړل شوی وو او د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر د هسپانيا د یوه کوچني سیاحتي ټاپو پولیس ته هم دغه راپور رسیدلی وو.

د مایورکا ټاپو د ځایي انټرنټ پاڼې «مایورکا سایټنګ» په وینا د چهارشنبې په ورځ د دغه ټاپو مرکزي ښار پالما، پولیسو یو راپور تر لاسه کړ چې په یوه څیرمه سیمه کې د میشت پاکستاني معلومات د هغه کس له معلوماتو سره سر خوري چې په نړیواله کچه یې د نیولو هڅې کیږي.

پولیسو ته تر شک پیدا کیدو وروسته هغوی د پالما ښار په ختیځه څنډه کې د دغه پاکستاني پر کور چاپه وهلې او هغه یې نیولی دی. د دغه کس د اسنادو تر پلټلو وروسته پولیسو هغه وپيژند.

د هسپانيا پولیس اوس پاکستان ته د دغه کس د استولو چمتووالی نیسي. پاکستان ته د سپارلو له پاره د پولیسو د اسنادو له مخې د میرمنې شکمن قاتل به محکمې ته وړاندې کیږي.

د دغه هیواد یوه محکمه به د پولیسو له لوري د دغه کس د اخراجیدو او پاکستاني چارواکو ته د سپارلو د عریضې په هکله پریکړه کوي.

دا لا روښانه نه ده چې د میرمنې د وژل کیدو په قضیه کې نور مطلوب کسان نیول شوي دي که نه.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل