په پاکستان کي به د افغان کډوالو د نوم ثبتولو پروسه په اگست میاشت کې پیل شي. دغه پروسه به د پاکستان د نوم ثبتولو ادارې «نادرا»، د ایالتونو او قبایلو چارو وزارت، افغان کمشنرۍ او د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ وشي.
اعلان
د چارواکو په حواله پر دې پروسه به ۵۰۰ ميلیونه کلداري مصرف راسي چې د پاکستان حکومت به يې ورکړي. ويل شوي دي چې دا پروسه به د راتلونکي کال تر جنورۍ مياشتي پوري بشپړه شي.
د دې پروسې په ترڅ کې به په پاکستان کې په غیر قانوني توگه د میشتو افغان مهاجرو نومونه ثبت شي او دوی ته به شاخته پاسونه ورکړل شي. په لومړي سر کې په پاکستان کې د میشتو ۱۰ لکه افغانانو د نوم ثبتولو هدف ټاکل شوی دی.
د مگړۍ په پاکستان کې تر۱،۷ ميلیونو زیات افغان کډوال ژوند کوي. په پاکستان کې د افغان کمیشنرۍ مشر وقار معروف له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د نوم ثبتولو دغه پروسه د نادرا او ایالتونو او قبابلي سیمو وزارت په همکارۍ پيلیږي. دواړه نهادونه سره په تماس کې دي خو تر اوسه د حکومت له خوا دوی ته د دې پروسه له پاره اړینه بودجه نه ده سپارل شوې. خو په پام کې ده چې د نوم ثبتولو پروسه به د راتلونکي میاشتي په پيل کې پیل شي.» هغه زياته کړه، چې د افغان مهاجرو د دقیق شمیر په اړه تر اوسه څه نه شي ويلای ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د افغانانو تگ راتگ بهير تل روان وي.
په ټول پاکستان کې به د غیر قانوني افغان کډوالو د نومونو ثبتولو په موخه ۲۱ مرکزونه پرانيستل شي چې۱۱ به يې په خیبر پښتونخوا کې وي. د دې پروسې هدف په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بشپړ شمېر معلومول دي.
د افغانستان د حکومت او په پاکستان کې د افغان کمېشنرۍ تر تصدیق وروسته به په څلوېښتو ورځو کې پاکستان مېشتو افغانانو ته افغانۍ تذکرې ورکړل شي. د تذکرو تر ترلاسه کولو وروسته به افغان کډوال په پاکستان کې د اوسیدو له پاره ویزې ته اړتیا ولري.
په پاکستان کې د افغانستان د چارو کارپوه گوهر علي خان د مهاجرو د ثبتولو د دې پروسې په اړه وویل: «په غیر قانوني توگه میشت کډوال دلته د ډیرو ستونزو سبب گرځي. ځکه نو د دوی د ثبتولو پروسه پیل کيږي. د افغان کډوالو په اړه د بشپړو شمیرو له ترلاسه کولو وروسته به په دوهم پړاو کې د دوی بیرته لیږدول پیل شي.»
هغه زیاته کړه چې د دې پروسې په ترڅ کې به ډیر افغان وگړي نوم ثبتولو ته حاضر شي، ځکه اوس په پاکستان کې په غیر قانوني توگه اوسیدونکي له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ کیږي.
له یوې خوا که غیر قانوني مهاجر بیرته لیږدول کیږي، له بلي خوا د هغو پاکستانیانو پر ضد هم جدي اقدامات پيل شوي چې له دې کډوالو سره د پاکستاني شناخته کارت په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
په عین حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا پولیسو ته د هغو۱۸۰۰ چارواکو او پارلماني استازو د نومونو لیست لیږلی دی چې د پاکستاني شناخته کارت د ترلاسه کولو له پاره يې د افغانانو د اسنادو تصدیق کړی دی. پولیسو تر اوسه په لسونو دغه کسان نیولي دي.
په همدې حال کې د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مالي مرسته بيرته خپل هيواد ته د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ هم دوام لري او سږ کال دا پروسه یو څه کړندۍ شوې ده.
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ترهگرو پر ضد د پوځ له خوا د عملیاتو له پيلیدو سره په سلگونو زره انسانان محفوظو ځایونو ته د کډه کیدو په هڅه کې دي. د دغو زیانمن شویو کسانو شمیر تر اوسه پوری ۶۰۰۰۰۰ ښوول شوی دی.
انځور: A Majeed/AFP/Getty Images
په خپل هیواد کې بې کوري
څو کاله مخکې د سوات په دره کی هم د ترهگرو پر ضد د عملیاتو پر مهال په سلگونو زره انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي ول. اوس شمالي وزیرستان د جگړي پر ډگر بدل شوی دی. له دې سیمې څخه اوس ډیر شمیر کسان تیښتې ته اړ شوي دي.
انځور: A Majeed/AFP/Getty Images
ډیر کسان بې کوره شوي دي
په سلگونه زره انسانان دې ته اړ شوي دي چې خپل کورنه پریږدي او له خپلو ماشومانو او څارویو سره یوځای امنو ځایونو ته کډه شي. په سختې گرمې کې دغه سفر هم دوی ته له مصیبت څخه کم نه دی. دوی په دې هم نه پوهیږي چې په راتلونکي کې به په کوم ځای کې میشت کیږي.
انځور: A Majeed/AFP/Getty Images
د وزیرستانیانو له پاره د یو سخت امتحان
د دغې سیمي خلک له خپل هر ډول شته امکاناتو څخه په استفاده کولو سره له خپل پلارني ټاټوبي او کلي څخه کډه کیږي. د بسونو، لاریو، او کوچنېو موټرو په وسیله چې لږ څه ځای په کښې پيدا کړي، د یو نامعلوم منزل په لور روانیږي.
انځور: Danish Baber
د یوه نامعلوم منزل په لور سفر
تر پرون پورې د خپل کور په چاردیوالي کې اوسیدونکې میرمنې نن تر شنه آسمان لاندی شپې ورځې تیروي. ډیر لږ شمیر وزیرستانیان په خیبر پښتونخوا کې د خپلو خپلوانو او دوستانو په کورونو کې اوسیږي او پاتې نور د حکومت له خوا په جوړ شویو کمپونو کې میشت دي.
انځور: A Majeed/AFP/Getty Images
ډیر سخت حالت
په دغو کډوالو کې نږدې ۱۵۰ زره ماشومان او ۱۱۰ زره میرمنې شامل دي. د مرستندویه کارکونکو په خبره په سختې گرمي کې ماشومان تر بل هر چا ډیر مرستې ته اړتیا لري. د گرمې په موسم کې د شمالي وزیرستان په شاوخوا سیمو کې هم د حرارت درجه د سانتیگریت په حساب حتی ۴۸ ته لوړیږي.
انځور: A Majeed/AFP/Getty Images
تر تود لمر لاندې اوږده قطارونه
که څه هم د پاکستان حکومت د کډوالو د نوم لیکنې د بهیر له پاره د پام وړ کارونه کړي دي، خو بیا هم د دغو کډوالو د شمیر د ډیروالي له امله دوی مجبوره دي چې په ډیرې تودې هوا کې په اوږدو اوږدو کتارونو کې په ورځو ورځو انتظار وباسي، څو نوبت يي ورسیږي. که ثبت نام ونه کړي نو هغوې ته خوراکي مواد او نورې مرستې نه ورکول کیږي.
انځور: DW/D. Baber
بس زویه، اوس رسیږو!
اته کلنه زینب وايي چې هغې له خپلې کورنې سره یوځای له میرعلي څخه تر بنو پوری پر پښو مزل کړی دی. په لاره کې د ولږي او تندې له امله تلې نه شوای. هره شیبه به ورته پلار ویل چې بس اوس بنو ته رسیږو، خو دا سفر نه خلاصیدو. د هغې کشر ورو په لاره کې ناروغه شوې هم وو.
انځور: DW/D. Baber
په کمپونو کې روغتیايي اسانتیاوي
په پنډغالو کې د سختې گرمۍ له امله د مختلفو ناروغیو د خپریدو خطر موجود وي. په دغو کمپونو کې په هر ځای کې ډاکټران موجود دي چې د ناروغانو درملنه کوي.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
په کمپونو کې روغتیايي وضعیت
د روغتیا وزرات او خیریه موسیسو په مختلفو برخو کې سیار کلینیکونه جوړ کړي دي چې ناروغان وړیا معینا کوي او درمل ورکوي. د داکترانو په خبره ډیر شمیر خلک د گرمې او ستړتیا له امله د نس پر ناورغې اخته دي. د دوی په خبره له دغې وضعیت څخه د ماشومانو د ژغورنې په خاطر له هغوې سره باید له ډیری مهربانې سره کار واخیستل شي.
انځور: DW/D. Baber
په ورځو ورځو پیاده مزل
حاجي گل وايي چې هغه له خپلي کورنۍ سره په میلونو میلونو پلې سفر کړی دی او په لاره کې يي یو څلور کلن لمسي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.
انځور: DW/D. Baber
سپين ږیرې او ناروغان
اویا کلن جمال وزیر د دویچه ویله خبریال ته وویل:«یوه محفوظ ځای ته د رسیدلو له پاره ما پوره یوه ورځ او یوه شپه پیاده مزل کړی دی. زه سپین ږیرې او ناروغه یم. چې وضعیت لږ هم ښه شي زه غواړم بیرته وزیرستان ته ولاړ شم.»
انځور: Danish Baber
مرسته کوونکي ادارې
په بنو کې د اړینو موادو د ویشلو له پاره دری مرکزنه جوړ شوې دي. په دغو مرکزونو کې زیانمن شویو کورنیو سره له ۹۲ څخه تر ۹۳ کیلو گرامه پوری د اړینو موادو مرسته کیږي. په دغو موادو کې وړه، غوړي ، پوره، حبوبات او نور خوراکي توکي شامل دي.
انځور: DW/D. Baber
پوځ په هر ډگر کې مصروف دی
د خوراکي موادو د ویش مسئولیت پوځ ته سپارل شوې دی. پوځ له زیانمن شویو سره د مرستې تر څنگ د امنیت په برخه کې هم خپل مسئولیت ادا کوي.