په پاکستان کي طالبان سره جلا سوي دي
۱۳۹۳ شهریور ۱۴, جمعهدغي نوي ډلي اعلان کړی دئ، چي له ډير وخت راهيسي د مولانا فضل الله په مشرتوب د تحريک طالبان پاکستان ډله نه پيژني.
فضل الله د تيرکال په نوامبر مياشت کي هغه مهال د ډيرو ياغي ډلو مشرتوب پرغاړه واخيست چي د تحريک طالبان پاکستان مشر حکيم الله محسود د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يوه يرغل کي ووژل سو.
دغي ډلي خپل ځان «تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار» نومولی دئ او مشرتوب ئې عمر خالد خراساني، کوي. د دغه قوماندان جنگيالانو د روان کال په فيبروري مياشت کي د هغو ۲۳ تنو پاکستاني ملېشو د وژلو خبر ورکړ، چي په ۲۰۱۰ کال کي ئې يرغمل کړي ول.
د خراساني تر دې دمخه ډلي «احرار الهند» هم د روان کال په پسرلي کي خپل فعاليت پر دولتي تاسيساتو باندي په يو لړ بريدونو سره وښود. که څه هم په دغه وخت کي د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند اعلان سوی وو.
د کارپوهانو په آند خراساني د يمن الظواهري په مشرتوب له القاعدې ډلي سره اړیکي لري. الظواهري د چهارشنبې په ورځ د هند په نيمه وچه کي د القاعدې شبکې د يوه ښاخ د جوړېدو اعلان وکړ.
د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلي وياند احسان الله احسان چي دمخه د تحريک طالبان پاکستان (TTP) ډلي وياند وو، ويلي دي چي دی او «ابن الوقته ډله» ئې نور په تحريک طالبان پاکستان پوري اړه نه لري.
د ياغيانو اتحاد د جون مياشتي له نيمايي څخه له افغانستان سره په سرحد خپلو پټنځايونو کي د پاکستاني پوځ له تعرضي عملياتو سره مخامخ دي.
د پاکستان پوځ د معلوماتو له مخي د عملياتو له پيل راهيسي بيا تر اوسه پوري نزدې ۹۰۰ ياغيان او ۸۲ تنه عسکر وژل سوي دي. تحريک طالبان پاکستان له ډير وخت راهيسي په خپل منځ کي له ستونزو سره مخامخ ده. په می مياشت کي د محسود پلويانو له دغه ډلي څخه د وتلو اعلان وکړ.
د پاکستاني ياغيانو په اتحاد کي د ميسود ډلي ډېر ستر رول لاره، چي په وتلو سره ئې دغه اتحاد ته سخته ضربه وه.