د پاکستان د عوامي نيشنل گوند چارواکي وايي چي په پاکستان کي له افغان کډوالو سره ظلم کيږي او دا بايد پای ومومي. دوی وايي په هيڅ صورت بايد افغان کډوال تکليف و نه ويني. د دغه گوند له عمومي سکرتر سره مرکه دلته اورېدلای سئ:
اعلان
PAS/ interview Mian iftikhar Hussain in Pakistan - MP3-Stereo
افغان کډوال
انځورونه: له پاکستان څخه د ډیر شمیر افغان کډوالو ستنیدل
افغانان په ډله ییزه ټوګه له پاکستان څخه افغانستان ته ستنیږي. په وروستي مورد کې نزدې ۳۰۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ورسیدل. په وروستیو وختونو کې پر افغان کډوالو باندې د پاکستان فشار ډیر شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed
افغان چارواکي وایي چې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې له ډلې څخه یې یوازې ۱.۴ میلیونه ثبت شوي دي. په دې هیواد کې ۱.۶ میلیونه نور افغان کډوال په غیر قانوني توګه اوسیږي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer
په وروستیو وختونو کې د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو خرابیدل د دې لامل شوي دي چې پاکستان پر افغان کډوالو فشار ډیر کړي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer
د افغانستان د کډوالو او بیا ستنیدونکو وزارت ویلي دي چې له اګست میاشتې له پیل راهیسې شاوخوا درې زره افغان کډوال له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.