تر دې دمخه پولیسو ویلي ول چې دغه لاري دروازه نه درلوده. د دغه چارواکي په خبره د اورگاډې د پټلۍ د دروازې مسئول کس په خپل ځای کې نه وو.
د پاکستان د ریلوې وزیر، سعد رفیق د پیښې د عاجلې پلټني امر کړی او په دې تړاو یې د نورو دوو تنو دندې هم ځنډولي دي. هغه ویلي دي چې پر دې سربیره به نور گامونه هم واخیستل شي که چیري دا جوته شي چې کومه بې پروايي شوې ده.
نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اورگاډي خرابې زیر بنا لري او د خوندیتوب د بشپړو معیارونو د نه تعقیبولو او ترافیکي قواننیو ته د نه درناوي له کبله تل بوږنوونکي ترافیکي پیښې رامنځ ته کیږي.
د دغه اورگاډي په آزمايښتي سفر کي چي څو ځانگړو مسافرو سفر کړی، ويلي دي چي د سفر پرمهال يې احساس کاو چي الوتکي دي. په پلان کي ده چي دغه گړندی اورگاډی به تر ۲۰۲۷م کاله پوري د توکيو او ناگويا ښارونو ترمنځ سفر کولو ته اماده سي. خو د سفر کولو پرمهال به د اورگادي سرعت په ساعت کي ۵۰۰ وي.
انځور: picture-alliance/dpa
اوس په نړۍ کي تر ټولو گړندی اورگاډی د شانگهای د ښار او هوايي ډگر تر منځ چليږي. دغه اورگاډی په ساعت کي ۴۳۰ کيلومتر واټن وهي. د ښار او هوايي ډکر ترمنځ ۳۰،۵ کيلومتره مسير په ۸ دقيقو کي وهي.
انځور: picture-alliance/dpa
دغه «CRH 380A» اورگاډي چي د پيکن او شانگهای ترمنځ چليږي په ساعت کي ۳۸۰ کيلومتره واټن وهي. په ۲۰۱۰م کال کي دغه اورگاډي د ازمايښت پرمهال په ساعت کي ۴۸۶ کيلومتره واټن وواهه.
انځور: Reuters
آلماني اورگاډي «ICE» په ۱۹۸۸م کال کي د هانوفر او ورتڅبورگ ترمنځ په آزمايښتي سفر کي په دې بريالی سو چي په ساعت کي نزدې ۴۰۶ کيلومتره واټن ووهي. خو دغه اورگاډی اوس معمولاً په ساعت کي ۲۵۰ کيلومتره واټن وهي.
انځور: imago/imagebroker
په امريکا کي چي ستري لويي لاري لري او مسافر تر ډيره په الوتکو کي سفرونه کوي، گړندي اورگاډي پکښي نسته. خو له څو کلونو راهيسي يوه خصوصي شرکت «Amtrak» څو گړندي اورگاډي خريداري کړي دي او د واشنگټن او نيويارک ترمنځ په ساعت کي ۲۰۰ کيلومتره واټن وهي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Kanter
کوريايانو د ۲۰۱۲م کال په می مياشت کي يو اورگاډی و ازمايه چي په ساعت کي ئې ۴۳۰ کيلومتره واټن وواهه. د دغه اورگاډي په جوړولو کي ۵۰ کوريايي شرکتونو ونډه لرله. په پام کي ده چي «HEMU-430X» اورگاډی د ۲۰۱۵م کال ترپايه پوري ۱۰۰ کيلومتره تېز واټن ووهي څو ښه و ازمويل سي او د توليد امر ئې ورکړل سي.
انځور: picture-alliance/dpa/Yonhap
د هسپانيا گړندي اورگاډي «Talgo» د مادريد او بيلباو ترمنځ په ساعت کي ۲۵۰ کيلومتره واټن وهي او فعاله دي.
انځور: picture-alliance/dpa
د ايټاليا گړندي اورگاډي د ميلان او روم ترمنځ په ساعت کي ۳۶۰ کيلومتره واټن وهي او په يوه وار نزدې ۳۰۰ مسافر انتقالوي.
انځور: picture-alliance/dpa/Maxppp
دغه اروپايي اورگاډی چي بيه ئې ۳۲ ميليونه يورو ده، د بريتانيا، فرانسې او بلجيم ترمنځ فعاله ده او په ساعت کي ۳۳۴ کيلومتره واټن وهي.
انځور: picture-alliance/dpa
ترکيې هم له «Alstom» شرکت څخه ۱۰ اورگاډي رانيولي دي او د انقرې او استانبول ترمنځ مسافر وړي او راوړي. دغه اورگاډی په ساعت کي ۲۵۰ کيلومتره واټن وهي.
انځور: imago
روسيې هم په ۲۰۰۵م کال کي د زيمنس کمپنۍ په همکارۍ «Sapsan» اورگاډي رانيول. دغه اورگاډي هم په ساعت کي ۳۵۰ کيلومتره واټن وهي.