په پاکستان کې به بېړنئ حالت ډير زر پای ته ورسېږی
۱۳۸۶ آذر ۱۹, دوشنبهاعلان
ده د امريکايي ټلويزيون سی ان ان CNN سره په يوه مرکه کې د دغه حالت د ختمولو نيټه د دسمبر پنځه لسمه وښودله. ده يو ځل بيا ټينگار وکړ چې د جنوری په مياشت کې پارلماني انتخابات به په « آزاده او صادقانه » توگه سره کېږي.
په دغو ټاکنو کې به د اپوزيشن دوه مهم گوندونه هم گډون وکړي.
د پخوانئ صدراعظمې بی نظير بوټو د نيشنل گوند څخه وروسته د پخوانی صدراعظم نواز شريف مسليم ليگ گوند هم په دغو انتخاباتو کې د گډون پريکړه وکړه.