په پاکستان کې بیا بې پیلوټه الوتکې لس شکمن ترهگر ووژل
۱۳۹۱ خرداد ۴, پنجشنبهاعلان
پر قبايلي سيمو باندې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د برید له کبله لږ تر لږه لس شکمن ترهگر وژل سوي دي. د پاکستان يوه استخباراتي مامور چي د نوم د نه بربنډیدو په شرط ئې خبرې کولې ویلي دي چې نن سهار د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له خوا د شمالي وزيرستان د قبايلي سيمي پر يوه کور باندي لږ تر لږه دوه توغندي وتوغول سول. کور په بشپړه توگه نړیدلی دئ او ورته نزدې پروت یو مسجد هم تخريب سوی دئ.