په پاکستان کې بیا شیعه مسلمانان ووژل شول
۱۳۹۱ مهر ۲۵, سهشنبهاعلان
پاکستاني پولیسو د سې شنبې په ورځ وویل چې یاغیانو د دې هیواد په بلوچستان کې څلور تنه شیعه مسلمانان وژلي دي. څلور واړه وژل شوي کسان دوکانداران ول چې په کویټه کې په کار بوخت ول.
د بلوچستان د پولیسو یوه چارواکي اصف غفور ویلي دي چې دغه یو فرقه يي وژنه وه. هغه زیاته کړې ده چې پر موټر سیایکلونو سپورو کسانو پر وژل شوو وګړو باندې ډزې وکړې او بیا له سیمې څخه وتښتیدل.