په پاکستان کې تاریخي ټاکنې تر سره کیږي
۱۳۹۲ فروردین ۱, پنجشنبه د پاکستان د ولسمشر ویاند فرهادالله بابر، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «ولسمشر نن [چهار شنبه د مارچ میاشتې ۲۰مه نیټه] د ټاکنو نیټه اعلان کړه. زرداري ملي شورا ته وویل چې دغه ټاکنې به د مې میاشتې په ۱۱مه نیټه ترسره شي.»
دا نو په ۱۹۴۷ کال کې له هندوستان څخه د پاکستان تر جلا کیدو وروسته لومړی ځل دی چې په دې هیواد کې د ټاکنو په پایله کې یو نوی حکومت رامنځ ته کیږي. تر دې مخکې په پاکستان کې درې وارې پوځي کودتاوې شوې او څلورو پوځي حکومتونو په کې حکومت کړی دی.
که څه هم د زرداري حکومت وتوانید چې د پاکستان په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره خپله دوره بشپړه کړي، خو بیا هم پر دې حکومت باندې سختې نیوکې شوې دي. د پاکستان په بیلابیلو برخو کې د طالبانو مخ په ډیریدونکي بریدیونه او د هزاره لږکیو پر وړاندې بریدونه هغه څه دي چې له کبله یې د زرداري پر حکومت باندې تر بل هر څه ډیر انتقادونه کیږي.
تمه کیږي چې د زرداري گوند (The Pakistan’s Peoples Party)، د نوازشریف گوند Pakistan’s Muslim League-N او د پخواني پاکستاني کرکیټ لوبغاړي عمران خان گوند به په دغو ټاکنو کې گډون وکړي. دا لومړی ځل دی چې عمران خان د پاکستان په سیاسي ډگر کې په لویه کچه ونډه اخلي.
پر دې سربیره به د پاکستان په څلورو ولایتونو کې هم ایالتي ټاکنې وشي. نواز شریف چې اوس د پاکستان د حکومت په اپوزیسیون کې دی پر خلکو باندې غږ کړی دی چې په ټاکنو کې ونډه واخلي. د پاکستان د قانون له مخې کله چې د پاکستان ایالتي او ملي شورا گاني جوړې شي، نو د دغو شورا گانو استازي به بیا د پاکستان نوی ولسمشر وټاکي.