1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

کریکټ بورډ د شهزاد قرارداد د نامعلومې نیټې له پاره ځنډولی

۱۳۹۸ مرداد ۱۹, شنبه

د افغانستان کریکټ بورډ خبر ورکړی چې د ملي لوبډلې د ویکټ ساتونکي او بیټسمین شهزاد قرارداد یې د سرغړونو له کبله د نامعلومې مودې له پاره ځنډولی دی. ښايي د دغه اقدام وجه پر انټرنټ خپره شوې يوه ويډيو وي.

Cricket Afghanistan vs. Indien
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayaka

د څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې پاکستانۍ رسنۍ یو ویډیويي رپوټ او یو شمیر انځورونه لاس په لاس کیدل چې د ادعا له مخي ګواکي محمد شهزاد محمدي په پاکستان کې د تمریناتي لوبې پرمهال لیدل کیدو. نن د افغانستان د کریکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کریکټ د ادارې له اصولو څخه د سرغړونې له کبله د شهزاد محمدي قرارداد د نامعلومې مودې له پاره وځندوو.

د کریکټ بورډ په خبرپاڼه کې د شهزاد د قرارد د ځنډولو په هکله راغلي: «محمد شهزاد له دې وړاندې هم دې ته ورته سرغړونې کړې چې د ادارې د ډسپلین یا انظباطي کمېټې له لوري ترې د پوښتنو او ګروېږنو غوښتنه شوې، چې نوموړی ورته نه دی حاضر شوی.» کریکټ بورډ زیاتوي چې د افغانستان کرکټ بورډ د اصولو له مخې، کله هم چې کوم لوبغاړی له هېواده بهر ځي نو باید له ادارې اجازه واخلي چې محمد شهزاد د ادارې له اجازې پرته دغه چاره څو ځلې تکرار کړې ده.

شهزاد محمدي په نړیوال جام کې تر ټپي کیدو وروسته بیرته کابل ته ولیږل شو او کابل ته په رسیدو یې پر کریکټ بورډ له ملي لوبډلې څخه د لیرې کیدو له کبله نیوکې کړې وې. کریکټ بورډ په خبرپاڼه کې همدا راز ویلي چې محمد شهزاد «د کرکټ نړیوال جام پر مهال هم د سرغړونې له امله د جولای ۲۰ او ۲۵مه د ادارې د انضباطي کمېټې له لوري راغوښتل شوی و، چې نه دی حاضر شوی.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل