د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دویچه ویله په کوربتوب د «ایکو اسلام» کنفرانس د لړۍ دوهم کنفرانس نن پیل شو. په دې نړیوال دوه ورځني کنفرانس کې مذهبي څیرې، څیړونکي، د پوهنتونو زده کوونکي، خبریالان او د پاکستان، بنګله دیش او اندونیزیا هیوادونو د چاپیریال د برخې فعالین رابلل شوي دي. په ورته وخت کې د دویچه ویله عمومي مشر پیتر ليمبورګ، او د دویچه ویله د آسیا څانګې مشره دیباراتي ګوها هم په دې کنفرانس کې ګډون لري. د دویچه ویله د «مکالمه» پروژې په پاکستان کې له یوه غیرحکومتي سازمان سره په ګډه د دغه کنفرانس کوربتوب کوي.
د اقلیمي بدلون له کبله د جنوبي آسیا ګڼ شمیر هیوادونه لا له وړاندې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په دغو هیوادونو کې بې وزلي، داخلي بې ځایه شوي کسان او مهاجرتونه هم مخ پر زیاتیدو دي. تر دې وړاندې دویچه ویله په اندونیزیا کې د واحد انستیتوت سره په ګډه د ایکو اسلام لومړی کنفرانس په لاره اچولی وو. د اقلیمي بدلونونو له کبله، د اندونیزیا پلازمینه جکارتا په کلني ډول شاوخوا ۲۵ سانتي متره تر اوبو لاندې کیږي، چې له همدې کبله دغه هیواد اړ شوی دی څو خپله پلازمینه د بورنیو ټاپو ته انتقال کړي.
د «ایکو اسلام» کنفرانس ګډنوالو ونې وکرلې
بل لوري ته پاکستان او افغانستان هم د هغو هیوادونو په کتار کې دي چې له اقلیمي بدلونونو اغېزمن شوي دي. په دغو هیوادونو کې د اقلیمي بدلونونو په پایله کې بې وخته ورښتونه، توپانونه او سیلابونو ښايي د خطر داسې زنګونه وي چې حکومتونه اړ کوي څو د اقلیمي بدلون د مخنیوي په برخه کې په اقدام لاس پورې کړي. د پلاستیکي موادو ډیره استفاده، د موټرو او ماشینونو بې حده زیاتوالی، د ونو او ځنګلونو قطع کول، د اوبو بې حده مصرف هغه څه دي چې د اقلیمي بدلون ستونزه یې لا پسې پراخه کړې ده.
تر دې وړاندې د اندونیزیا په جکارتا کې د ایکو اسلام کنفرانس د «له طبعیت سره مینه؛ له انسان سره مینه» تر عنوان لاندې ترسره شوی وو، داسې پیغام چې د کنفرانس ګډونوالو په تیره بیا مذهبي څیرو غوښتل چې د ترویج په برخه کې به یې په ګډه هڅې کوي. دویچه ویله د خپلې «مکالمې» پروژې له لارې هڅه کوي چې څو د مذهبونو او ادیانو ترمنځ دیالوګ یا خبرې اترې رامنځ ته کړي څو د مختلفو ادیانو او مذهبونو روحانیون، پیروان او څیړونکي دې ته وهڅوي چې د مذهبي لارښونو په رڼا کې د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلونو د مخنیوي په برخه کې لاس په کار شي، او یو له بل سره خپلې تجربې او زده کړې شریکې کړي.
په جکارتا کې د «ایکو اسلام» کنفرانس د ګډونوالو پیغامونه
په جاکارتا کې د دوه ورځني نړیوال کنفرانس ګډونوال وايي چې اسلامي لار ښوونې موږ ته دا درس راکوي چې انسانان باید خپل چاپیریال پاک وساتي. دا چې ګډونوال څه پیغامونه لري، په دې انځوریز البوم کې یې کتلی او لوستلی شئ.
انځور: DW/A. Tauqeerدیباراتي ګوها، د دویچه ویله د آسیا څانګې مشره
د جکارتا په ایکو اسلام نړیوال کنفرانس کې د دویچه ویله د آسیا څانګې مشرې دیبا راتي ګوها، وویل چې د نړۍ ټول مذهبونه او ادیان خپلو پیروانو ته د چاپیریال ساتنې په هکله لارښوونې کوي. هغې وویل چې په اسلام کې هم پر دغه موضوع ټینګار شوی دی. د ګوها په خبره په بودیزم، هندو مذهب، مسیحیت، یهودیت او اسلام کې طبعیت «د خدای له لوري د یوې ډالې» په توګه یاد شوی دی.
انځور: DW/A. Tauqeerمجتبی حمیدي، په اندونیزیا کې د واحد انستیتوت مشر
په اندونیزیا کې د یوه وتلي مذهبي سازمان واحد انستیتوت د مشر مجتبی حمیدي په خبره الله انسانان په ځمکه کې د خپلو استازو په توګه لیږلی دي او دوی ته یې دنده سپارلې چې پر ځمکه باندې د خدای له خوا د خلق شوي طبعیت ساتنه وکړي.
انځور: DW/A. Tauqeerآګسټینا اسکندر، د اندونیزیا د «ورلډ کلین اپ ډې» د سازمان غړی
په جاکاراتا کې د کنفرانس بله ګډونواله او د چاپیریال د برخې فعاله اګسټینا اسکندر، وايي چې د ځمکې تر ویجاړۍ وروسته انسانان بله داسې کومه سیاره نه لري چې پکې ژوند وکړي. د نوموړي په خبره له همدې کبله خلک باید په ګډه د چاپیریال ساتنې په برخه کې سره لاسونه ورکړي.
انځور: DW/A. Tauqeerتوفیق پاشا، د پاکستان په کراچۍ کې د چاپیریال ساتنې ادارې کارمند
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چاپیریال ساتنې د ادارې کارمند توفیق پاشا وايي چې د چاپیریال هدف ځمکه ده، هغه ځمکه چې انسانان ورته مور هم وايي. د هغه په خبره موږ انسانان له ځمکې سره داسې چلن نه کوو لکه چې له مور سره باید وشي.
انځور: DW/A. Tauqeerهایون پروبوو، د اندونیزیا د چاپیریال ساتنې په برخه کې یو فعال
په اندونیزیا کې د چاپیریال دوسته جوماتونو د بنسټ ایښودونکي هایون پروبوو، په خبره په اسلام کې اصراف منع دی او جوماتونه باید د دغه راز لارښوونو د عملي کولو په برخه کې یو مثال پر ځای پریږدي.
انځور: DW/A. Tauqeerابو سیام، د بنګله دیش د ډاکا پوهنتون مرستیال پروفیسور
د نړیوالو مذهبي زده کړو بنګالی پروفیسور ابوسیام وايي چې د اسلام د لارښوونو پر اساس په چاپیریال کې توازن ساتل ډیر ارزښتمند دي او دا چې انسانان د دغه توازن یوه برخه ده. د نوموړي په خبره که چیرته انسانان طبیعي چاپیریال له منځه وړي نو په اصل کې دوی د خپل څښتن له لارښوونو څخه سر غړونه کوي.
انځور: DW/A. Tauqeerاحمد شبر، د پاکستان په کراچۍ کې د چاپیریال ساتنې ادارې کارمند
په کراچۍ ښار کې د «ګاربیچ کین» په نامه د چاپیریال په برخه کې د یوه سازمان موسس احمد شبر، وايي چې د انسانان د بقا او پایښت له پاره ښه چاپیریال یو اساسي رکن دی. د نوموړي په خبره په ورځني ژوند کې د انسانانو پایدراه فعالیتونه د یوه ښه راتلونکي له پاره اساسي نقش ادا کوي.
انځور: DW/A. Tauqeer