1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

په پاکستان کې د زلزلې د قربانیانو شمیر لوړی شوی

۱۳۹۸ مهر ۳, چهارشنبه

په پاکستان کې د سه شنبې د ورځې زلزلې په پایله کې د مړو شوو کسانو شمیر لوړ شوی دی. د ډیرو ټپیانو وضعیت کړکیچن ښوول شوی دی. د سختو بارانونو له کبله د ژغورنې چارې له خنډ سره مخامخ دي.

Pakistan Erdbeben
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

د پاکستان په ختیځ کې زلزلې ۳۲ کسان وژلي دي. د ځایي چارواکو په وینا ۳۰ تنه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په میرپور سیمه کې مړه شوي دي او دوه نور بیا په پنجاب ایالت کې مړه شوي دي. زیاته شوې ده چې د زلزلې په پایله کې ۴۷۸ کسان نور ټپیان شوي هم دي چې زیاتره یې د میرپور د سیمې دي. د ۱۵۰کسانو روغتیایي وضعیت کړکیچن ښوول شوی دی.

دغه انځور میرپور ته د څیرمې سیمې دی چې زلزلې سړکونو ته سخت زیان اړولی دیانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

په عین وخت کې د ژغورنې چارې ادامه لري. د میرپور د ځایي چارواکو په وینا داسې اټکل کوي چې تر خرابیو لاندې ښایي نور کسان هم وي. خو د ژغورنې چارې سړکونو ته د اوښتي زیان او سختو اورښتونو له کبله له خنډونو سره مخامخ دي. ویل شوي دي چې اټکل کیږي نورې څلور ورځې به بارانونه ادامه ومومي.

د طبیعي آفاتو پر ضد مبارزې ادارې په وینا د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۴۵۰ کورونو ته زیان اوښتی دی. ویل شوي دي چې زیانمن شوي سړکونه به د کوچنيو موټرو د تګ راتګ پرمخ ژر پرانیستل شي.

د زلزلې له کبله رامنځ ته شوي زیانونهانځور: Saqib Azad

د سه شنبې ورځې زلزلې تر ټولو زیات پاکستان لړزولی وو، خو د پاکستان په ګاونډیو هیوادونو افغانستان او هند کې هم دغه زلزله احساس شوې وه. خو له دغو هیوادونو څخه تر اوسه پورې د ځاني او مالي زیانونو اوښتو کوم رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

پاکستاني چارواکي د ریشتر په مقیاس د زلزلې شدت ۵،۸ درجې ښیې، خو د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې اداره بیا وایي چې د زلزلې شدت ۵،۲ درجې وو. د پاکستان د هوا پیژندنې ادارې په وینا د زلزلې مرکز پلازمېنې اسلام آباد ته څیرمه په جهلم، ښار کې وو.

د چارواکو په وینا په زلزلې تر ټولو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر میرپور سیمه کې زیات زیان اړولی دیانځور: Mohammad Ajmal

په دغه سیمه کې وخت ناوخته زلزلې رامنځ ته کیږي چې په ۲۰۱۵م کال کې د یوې سختې زلزلې په پایله کې تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي ول. همداشان د زلزلې له کبله په افغانستان، پاکستان او هند کې په زرونو کسان بې کوره شوي ول.

stu/ww sr/nz (dpa, afp, ap)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب