په پاکستان کې د سیلابونو د قربانیانو شمیر لوړ شو
۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبهد ورکړل شویو رپوټونو له مخې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د شنبې په شپه سخت اورښتونه رامنځ ته شوي چې بیا وروسته د سیلابونو د راتلو سبب شول.
زیاتره اغیزمنه شوې سیمه د افغانستان پولې ته څیرمه د چترال اورسون، کلی دی. د دغه ځای یوه جگپوړي چارواکي مغفرت شاه، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې په دغه سیمه کې سل کورنۍ اوسیږي او د تیر ورځې سیلاب یې ۴۱ تنه وژلي دي.
د ژغورنې چارو د ایالتي ادارې د بیانیې له مخې په دغه کلي کې ۸۲ کورونه د سیلاب له کبله اغیزمن شوي دي او د یوه جومات په شمول ځینې کورونه سیلاب له ځانه سره لاهو کړي دي.
له طبیعي آفاتو سره د مبارزې ایالتي ادارې ویاند لطیف الرحمان ویلي: «د وژل شویو کسانو له ډلې څخه شپاړلس تنه په جومات کې پر لمانځه ولاړ ول چې اوبو له ځانه سره لاهو کړل.»
د عثمان وړایچ په نوم یوه تن ځايي چارواکي بیا ویلي دي چې د قربانیانو په ډله کې لږ تر لږه اته تنه عسکر ول او نور اته جسدونه اوبو له ځانه سره افغانستان ته وړې دي.
د لطیف الرحمان په خبره د پاکستان د پوځ په مشرۍ د ژغورنې او مرستې رسولو چارې پیل شوي او اغیزمن شویو کسانو ته د رسیدو او هغوی ته د خوړو او دارو درملو د رسولو له پاره له څرخي الوتکو څخه کار اخیستل کیږي.
په اورسون کې د فرانس پرس خبري آژانس یوه خبریال ویلي دي، هغه کسان چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي تر شنه آسمان لاندې د خپلو ویجاړو شویو کورونو تر څنگ د مرستو په انتظار کې دي.
د رپوټ له مخې دغه ځای ته څیرمه سیمو ته د سیلاب د راتلو خبرداری ورکړی شوی وو خو د اورسون سیمې اوسیدونکي بیا له دې ناورین څخه وو خبر کړل شوي.
د لطف الرحمان په خبره په یوه بله پیښه کې د خیبر پښتونخوا ایالت په تربیله ډیم، کې د یوه چت د رالویدو له کبله دوه چینایي انجینران او نور پنځه تنه وژل شوي دي.
د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف، د دفتر له لوري په یوې بیانیه کې پر دغو پیښو ژوره خواشیني ښوول شوې ده.