1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د شکرې مرض ولې په زياتېدو دی؟

۱۴۰۰ دی ۱۴, سه‌شنبه

د يوه تازه رپوټ له مخې په پاکستان کې د شکرې ناروغۍ ګراف په لوړېدو دی. تر ۳۳ ميليونه زيات وګړي په دغه هېواد کې شکره لري چې دا شمېر مخ پر زياتېدو دی.

Pakistan I Diabetes
انځور: Zubair Ahmed/Pacific Press/picture alliance

په پاکستان کې روغتيايي کارپوهانو اندېښنې څرګندې کړي چې د سويلي آسيا په دغه هېواد کې د شکرې ناروغي نوره هم په ډېرېدو ده. هغوی خبرداری ورکوي چې که حکومت کوټلي ګامونه پورته نه کړي وضعيت ښايي له کنتروله ووځي.

د شکرې د نړيوال فدراسيون آي دي اف يوه رپوټ په ۲۰۲۱ کال کې په شکرې يا ديابت د اخته لويانو (يعنې له ۲۰ تر ۷۹ کاله عمر لرونکو) نړيواله درجه بندي کړې. پاکستان د ۳۳ ميليونو مبتلا کسانو په لرلو سره له چين او هند وروسته دريم ځای خپل کړی دی.

آي دي اف پاکستان ته حتی په مقايسوي ډول د شکرې د موجوديت د کچې په برخه کې (۳۰،۸ سلنه) په ۲۰۲۱ کال کې لومړی مقام ورکړی چې ورپسې فرانسوي پولينيزيا (۲۵،۲ سلنه) او کويټ (۲۴،۹ سلنه) راځي.

پاکستان هغه هېواد هم دی چې د شکرې ناروغۍ له کبله تر شپېته کلنۍ د کم عمر لرونکو په منځ کې د مړينې تر ټولو لوړه کچه لري چې ۳۵،۵ سلنې ته رسيږي.

آي دي اف موندلي چې ۱۱ ميليونه نور لويان په پاکستان کې ګلوکوز يا شکره يوازې په محدود ډول زغملی شي چې د شکرې د دويم ډول ناورغۍ خطر ورته زيات متوجه دی. په رپوټ کې دا هم راغلي چې له څلورمې برخې د زياتو لويانو (۲۶،۹ سلنه) چې دغه مرض لري، تشخيص هم نه دی شوی. 

دغو موندنو په پاکستاني رسنيو کې سرټکي جوړ کړي دي. روغتيايي کارپوهانو پر حکومت غږ کړی چې دغې ستونزې ته د اوږې ورکولو په موخه دې د دغه هېواد ملي روغتيايي بودجه لوړه شي. پاکستان د روغتيا په برخه کې د خپل ناخالص کورني توليد څخه تر يوې سلنې لږ مصرف پر روغتيا باندې کوي.

د پاکستان د شکرې کړکېچ تر شا څه دي؟

عبدالغفور شورو، چې د پاکستان د طبي ټولنې يو ډاکتر دی، وايي چې د هېواد کمېدونکې روغتيايي بودجې عامه روغتونونه مجبوره کړي چې د روغتيايي خدماتو ډېرې برخې وتړي چې د شکرې ناروغۍ درملنه پکې هم راځي. شورو وايي چې د شکرې روغتيايي پاملرنه او درملنه د اينزولين په شمول، پخوا نسبتاً ډېره آرزانه وه. خو په تېرو څلورو کلونو کې يې لګښتونه تر آسمانه ختلي چې له کبله يې ناروغان ورڅخه ډډه کوي.

د پاکستان په لږو ښارونو کې خلک د شکرې وړيا درمنلې ته لاسرسی لريانځور: PPI/ZUMAPRESS.com/picture alliance

 

په کراچۍ کې مېشته ډاکتره، فاطمه جواد، وايي چې د شکرې دارو درمل او اينزولين د دوو او اوو زرو روپيو یا کالدارو تر منځ لګښت غواړي چې تر لسو يورو او يولسو ډالرو پورې مصرف دی. خو په داسې یوه هېواد کې چې اکثريت وګړي يې د ورځې له دريو ډالرو څخه په کمو پيسو ژوند کوي، »هيڅ امکان نه لري چې سړی سمه درملنه تر لاسه کړي.« دغه خبره هغې دويچه ويله ته وکړه.

هغې زياته کړه چې »يوازې په سندهـ آيالت کې يو څو روغتونونه په وړيا توګه دارو درمل ورکوي.«

مېرمن جواد دا هم وويل چې بې وزلي د شکرې ناروغتيا په برخه کې يو ستر نقش لري. د نړيوال بانک د وروستيو ارقامو له مخې د پاکستان تقريبا ۲۲ سلنه خلک د بې وزلۍ تر ملي کرښې لاندې ژوند کوي. د جواد په خبره په ميليونو ښځې او تر ۴۰ سلنې زيات ماشومان په پاکستان کې خوارځواکي دي. دغه مېرمنې خوارځواکي اولادونه هم زېږوي چې د ماشومتوب په مرحله کې د شکرې د پيدا کولو زيات خطر ورته متوجه دی.       

اس خان/ن ص/ب ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب