1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

په پاکستان کې د نجونو يو ښوونځی سوځول شوی

۱۴۰۳ خرداد ۹, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چې شکمنو وسلوالو په شمالي وزیرستان کې د نجونو يوه ښوونځي ته اور اچولی دی. دا په سیمه کې د وروستیو اوونيو په جریان کې د نجونو دریم ښوونځی دی چې سوځول کیږي.

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چې شکمنو وسلوالو په شمالي وزیرستان کې د نجونو يوه ښوونځي ته اور اچولی دی
پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چې شکمنو وسلوالو په شمالي وزیرستان کې د نجونو يوه ښوونځي ته اور اچولی دیانځور: copyright dw

د آلمان خبري آژانس په حواله،پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ وويل چې دغه ښوونځي په شمالي وزیرستان کې د افغانستان پولې ته نژدې په یوه لیرې پرته سيمه کې سوځول شوی دی.

خبري آژانس زیاتوي چې ښوونځي ته د دوشنبې په شپه اور اچول شوی، خو د ځايي پولیسو مشر رحمان خان، وويل چې دوی ته ېې خبر د چهارشنبه په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د می ۲۹مه) ورکړل شوی دی. 

په سيمه کې افراطي ډلو له کلونو راهیسې د نجونو له تعلیم سره مخالفت ښودلی دی او په وروستیو کې ېې د نجونو ښوونځيو سوځولو، د ښځينه زده کونکو د امنیت په هکله تازه انديښنې راپارولي دي.

مخکې له دې چې د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴م کال په شمالي وزیرستان کې د افراطي وسلوالو پر ضد چاڼيز عملیات پيل کړي، دغه سیمه د کلونو له پاره د القاعده شبکې او ورسره د تړاو لرونکو طالبانو یو مرکز وو.

 د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو په منځ کې کله چې پاکستاني طالبانو د پاکستان پر وزیرستان او سوات علاقو کنټرول درلود، د نجونو په سلونو ښوونځي ېې په بمونو الوځولي ول.

 په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستان پر يو ښوونځي وسله واله حمله کې شاوخوا ۱۵۰ ماشومان ووژل شول. په وروستیو اوونيو کې د ښوونځيو سوځولو پېښې، یو ځل بیا په خلکو کې د نجونو د تعلیم او د هغوی د امنیت په هکله اندېښنې راپارولي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب