1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په پاکستان کې د کرونا ویروس پیښې نیږدې ۲۰۰ ته ورسیدې

۱۳۹۸ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

په پاکستان کې د یوې ورځې په ترڅ کې د کرونا ویروس د ۱۳۰ تازه پیښو په ثبتیدو سره په دې هیواد کې د کرونا مثبتې پیښې ۱۸۴ ته رسیدلي دي. د حکومتي چارواکو په خبره په کرونا ویروس اخته ډیر کسان له ایران څخه راغلي دي.

Pakistan Belutschistan Coronavirus
انځور: DW/A. G. Kakar

په پاکستان کې د یوې ورځ په ترڅ کې د کرونا ویروس ۱۳۰ تازه پیښې ثبت شوي دي او په دې توګه په دې هیواد کې د کرونا ویروس مجموعي پیښې ۱۸۴ ته لوړې شوي دي. چارواکو ویلي دي چې له ایران څخه د راغلو او قرنطین شویو کسانو د پخوانیو معایناتو په ترڅ کې تخنیکي ستونزې موجودې وې او د ستونزو په حلیدو سره دغه شمیر لوړ شوی دی.

د پاکستاني چارواکو په خبره په کرونا ویروس اخته زیاتره کسان د پاکستان په تفتان ښار کې دي، هغه ښار چې د ایران پر پوله پروت دی. ایران تر چین وروسته هغه هیواد دی چې پکې د کرونا ویروس زیاتې پیښې ثبت شوي دي.

پاکستاني چارواکي همدا راز ویره څرګندوي چې ښايي د کرونا ویروس په مثبتو پیښو کې لا ډیر زیاتوالی راشي، ځکه د یو شمیر کسانو روغتیايي معاینات لا هم بشپړ شوي نه دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې له ایران او افغانستان سره خپلې پولې وتړلې او نړیوال پروازونه یې هم یوازې تر دریو هوايي ډګرونو پورې محدود کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب