په پاکستان کې زلزلې سخته مرگ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۸ مهر ۲, سهشنبهاعلان
د پاکستان په ختیځه برخې کې یوې پیاوړې زلزلې ځايي اوسیدونکي له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ کړي دي.
عیني شاهدانو ویلي دي چې د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې یوه ودانۍ هم نړیدلې ده. د میرپور د پولیسو یوه چارواکي سردار ګل فراز، په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي دي: »۱۹ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډیر نور ټپیان شوي دي.»
د امریکا متحده ایالاتو د ځمکه پیژندنې د سروې ادارې ویلي دي چې د ریشتر په مقیاس د ۵،۲ درجې دې زلزلې مرکز د کشمیر په میرپور سیمه کې وو.
تر دې مخکې د زلزلې شدت د ریشتر په مقیاس ۵،۸ درجې ښوول شوی وو.
د پاکستان د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې پوځ سیمې ته هوایي او روغتیايی مرستې استولې دي. یوه پاکستاني چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې زلزله په ټول پنجاب او د خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې احساس شوې ده.