«په پاکستان کې سیلابونه ښایي ۵ میلیونه کسان اغیزمن کړي»
آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۲۰, پنجشنبه
پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې ښایي په دغه هیواد کې د سیلابونو له کبله پنځه میلیونه کسان اغیزمن شي. حکومت د لومړنیو تاوانونو د ارزولو امر کړی او له اغیزمنو شوو کسانو سره مرستې پېل شوي دي.
اعلان
د پاکستان له طبعي آفاتو سره د مبارزې ادارې ویلي دي چې د پاکستان په مرکزي ایالت پنجاب او د هند او پاکستان تر منځ ویشل شوي کشمیر، سیمه کې د سختو اورښتونو او سیلابونو تر ۲۷۰ زیات کسان وژلي دي.
د نوموړې ادارې ویاند احمد کمال ویلي دي چې د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې د سیلابونو له کبله شاوخوا دوه میلیونه انسانان له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.
په پلازمینه اسلام آباد کې د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار، ویلي دي چې ښایي د سیلابونو او اورښتونو له کبله نور درې میلیونه کسان هم اغیزمن شي. دا په داسې حال کې ده چې په سند ایالت کې د سیلابونو تر مخه د پاکستان د پوځ له لوري خوندي ځایونو ته د خلکو د انتقالولو چارې ادامه لري.
په عین حال کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې د ترکیې نوي لومړي وزیر داوود احمد اوغلو نواز شریف ته د اقتصادي او تخنیکي مرستو وړاندیز کړی دی. د پاکستان گاونډي هیواد چین لا تر مخه، اغیزمنو شوو کسانو ته مرستې استولي دي.
د لاهور بې وسه ښاریان له یوه اړخه له کورونو اوبه د باندې باسې، او کورونه یې بیا له اوبو څخه ډکیږي، ځکه چې د کورونو د باندې هم هر لوري ته یوازې اوبه دي.
انځور: REUTERS/S. Farid
د لاهور په یو شمیر سړکونو او کوڅو کې څلور فوټه اوبه ولاړي دي. په دغسې یوه حالت کې پر موټر سایکل او یا هم موټر کې سفر نه شي کیدای. له دې کبله خلکو د تگ راتگ له پاره یو ځل بیا گاډیو ته مخه کړې ده.
انځور: Reuters/M.Raza
د لاهور پر سړکونو هر لور ته اوبه تر سترگو کیږي. ویل کیږي چې د شاه جمال په ناحیه کې خلکو په وړو کښتیو کې تگ راتگ کاوه. د چناب، راوي، ستلج په سیندونو کې د اوبو سطحه لوړه او په یو شمیر نهرونو کې د درزونو له کبله ډیری شمیر کلي تر اوبو لاندې شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali
په لاهور کې د یو شمیر زړو کورونو د چتونو د لویدو له کبله، یو شمیر انسانانو ته مرگ ژوبله هم اوښتې ده. په سړکونو او لارو کوڅو کې د اوبو له کبله خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې شوي دي او یا باید د تگ پر مهال لکه چې په دې انځور کې ښکاري په څو فوټه اوبو کې تگ ته زړه ښه کړي.
انځور: REUTERS/M. Raza
د سیلابونو د راتلو له خبرونو سره سم د پاکستان پوځ هغو سیمو ته خپل سرتیري واستول چې د سیلابونو له کبله پکښې د زیان رامنځ ته کیدو امکانات وو. په دغه انځور کې يوه پوځي څرخي الوتکه د اسلام آباد په اطراف کې د مرستو رسولو په حال کې ده.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem
د سختو اورښتونو له کبله سړکونه تر اوبو لاندې شول او د یو شمیر موټرو ماشینونه هم ناکاره شول. په دغه انځور کې ښکاري چې د یوې رېکشا ماشین خراب شوی.