1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې يوې «ايف – ۱۶» الوتکې سقوط کړی دی

۱۳۹۸ اسفند ۲۱, چهارشنبه

د چارواکو په حواله يوه ايف – ۱۶ جټ الوتکه په اسلام آباد کې رالوېدلې ده. ويل شوي دي چې الوتکې د »يوم پاکستان« د کلني پرېټ له پاره تمريني پرواز کړی وو.

Pakistan Flugzeugabsturz bei Islamabad
انځور: Getty Images/AFP

د چهار شنبې پر سهار په شکر پړيا سيمه کې د  پاکستان د هوايي ځواک د دې جټ الوتکې په پېښه کې پېلوټ وژل شوی دی. د هوايي ځواک وياند وسيم احمد خان په دې اړه وويل: «د پاکستان د هوايي ځواک په خواشينۍ سره خبر ورکوي چې يوه ايف – ۱۶ جټ الوتکه د مارچ د ۲۳ نیټې د عسکري پرېټ له پاره د تمرينونو پر وخت رالوېدلې ده.»

نوموړي زياته کړه چې الوتکه په ځنگله کې رالوېدلې او د نورو تلفاتو په اړه هیڅ رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د اسلام آباد يوه اوسيدونکي شعيب احمد د آلمان خبري آژانس ته وويل: «ما د خپل کور له بام څخه وليدل چې الوتکې کله چې یې په شکر پړيا سيمه کې سقوط وکړ، ډېر ټيټ پرواز کاوه.»

پوځ او پوليسو سيمه کلا بنده کړې ده او د پېښې ځای ته تلونکې ټولې لارې ېې تړلي دي. وياند زياته کړې ده چې د پیښې د دقيق علت د معلومولو په موخه يوه څیړنیزه ډله ټاکل شوې ده.

په پاکستان کې هر کال د مارچ پر ۲۳ نيټه »يوم پاکستان« يا د پاکستان ورځ لمانځل کيږي او په دې ورځ ستر پوځي پرېټ ترسره کيږي. دا هغه ورځ ده چې په ۱۹۴۰م کال کې د مارچ پر ۲۳ نيټه په بريتانوي هند کې د مسلم ليگ سياسي گوند په لومړي ځل د يوه جلا هېواد د رامنځته کولو غوښتنه وکړه او په دې موخه یې يو قرارداد وړاندې کړ.  

F-16  الوتکې د پاکستان د پوځ په تر ټولو گران بيه دفاعي ابرازو کې شمير کيږي. دغه هېواد کابو ۵۰ دغه ډول الوتکې لري چې هره یوه لږ تر لږه ۴۰ ميليونه ډالر ارزښت لري.

په پاکستان کې دغه ډول د پوځي او ملکي هوايي الوتکې د سقوط پېښې تل رامنځته کيږي. څو مياشتې تر مخه هم د پنجاب په ميانوالي ښار کې د تمريني پرواز په ترڅ کې يوې جنگي جټ الوتکې سقوط کړی وو او دواړه پېلوټان یې ووژل شول.

همدا راز په جولای مياشت کې هم ۱۸ کسان هغه وخت ووژل شول کله چې يوې کوچنۍ پوځي الوتکې د راولپنډۍ ښار د استوگنې په سيمه کې سقوط وکړ.

bs/nz (dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب