1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په پاکستان کې ټولټاکنې؛ په کراچۍ کې د وينو تويېدو وېره؟

۱۴۰۲ بهمن ۱۰, سه‌شنبه

په پاکستان کې د عمومي ټاکنو په را نږدې کېدو سره په کراچۍ ښار کې سیاسي تودوخه مخ په زیاتیدو ده. په دې ښار کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو ترمنځ تاوتریخوالی لیدل کیږي.

آرشيف انڅور: په راولپنډۍ کې احتجاجي مارش
آرشيف انڅور: په راولپنډۍ کې احتجاجي مارشانځور: Aamir Qureshi/AFP

د ټاکنو سیاسي بحثونه له دفترونو نیولې ان تر چای خانو پوري رسېدلي دي.

پهپاکستان کې د سیاسي ګوندونو مشران له ټاکنو وړاندې په مختلفو غونډو کې پر خپلو سیاسي مخالفینو توهین امیزه نیوکې کوي.

خو دا سیاسي تاوتریخوالی یوازې تر بحثونو پورې محدود نه دی، بلکې په کراچۍ کې د تاوتریخوالي څو پېښو د خطر زنګونه پورته کړي دي.

په کراچۍ کې د کړکېچ فضا

د پاکستان په اقتصادي مرکز او کوچني پاکستان مشهور کراچۍ ښار کې دا مهال سياسي فضا ډېره کړکېچنه ده، پوليسو تېره ورځ د تحريک انصاف ګوند پر لاريون کوونکو د کوتکونو ګوزارونه وکړل چې په نتیجه کې یې لاریون کوونکو پر پولیسو د تیږو ګوزارونه کړي او په دې سره یاده سېمه د جګړې په ډګر بدله شوې. د پولیسو په خبره چې په یاده پېښه کې ایس ایچ اوبوټ بیسن په شمول یو شمیر پولیس هم ژوبل شوي دي. پولیسو تر ۲۰ زیات لاریون کوونکي نیولي دي.

بل لور ته تيره شپه په مرکزي ضلع کې «ایم کیو ایم پاکستان یا د پاکستان متحده قومي موومنټ» او پاکستان پيپلز پارټۍ د ملاتړ کوونکو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده چې په نتیجه کې د «ایم کیو ایم پاکستان» ملاتړی ۴۰ کلن فراز احمد قریشي وژل شوی او د پیپلز ګوند ملاتړی ۲۲ کلن محمد طلحه ټپي شوی دی. په یاده نښته کې دوه موټرونه هم سوځول شوي دي.

پاکستان کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د تحریک انصاف ګوند ملاتړيانځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

د پېښې په اړه د «ایم کیو ایم پاکستان» د مشرتابه غبرګون

د ایم کیو ایم پاکستان مشر مصطفی کمال له دویچه ویله سره په خبرو کې د دغه پېښې پړه د پیپلز ګوند پر مشر او پخواني لومړي وزیر ډاکټر عاصم حسین پر غاړه واچوله.

د دوی په خبره چې ډاکټر عاصم حسین زموږ د ملاتړي فراز احمد قریشي د وژلو مسوول دی.

د «ایم کیو ایم پاکستان» مشرانو په یوې خبرې ناسته کې وویل چې یاد ګوند په سند ایالت کې د دفاع په وروستۍ کرښه کې دی او پیپلز ګوند پاکستان له دننه څخه تباه کوي ځکه د یاد ګوند ترهګرو په ښکاره ډزې کړي چې ویډیوګانې یې موجودي دي.

خو بل خوا خالد مقبول صدیقي ویلي دي چې د ښار د ناامنۍ مسوول دپاکستان متحده قومي موومنټ ګوند نه دی.

پاکستان کې د ټاکنیز کمپاین پر مهالانځور: Aamir Qureshi/AFP

د پيپلز ګوند دريځ او غبرګون

د دغي پېښې په غبرګون کې د کراچۍ د پیپلز ګوند مشر سعید غني هم دویچه ویله ته وویل چې په ښار کې د پاکستان متحده قومي موومنټ ګوند وضعیت خراب کړی دی.

 دوی وویل، د شوې پېښې په اړه هر څه په ویډیوګانو کې شته چې دا پېښه څنګه او چا وکړه.

سعید غني ویلي چې مصطفی کمال په ښکاره د جګړې غوښتنه کوي. نوموړي تور ولګاوه چې ایم کیو ایم ګوند د پاکستان پیپلز پارټۍ کارکونکو ته ګواښونه کوي او د انتخاباتي کمپاین په ترسره کولو کې ستونزې جوړوي. سعید غني همدا راز د سند ایالت له سترې محکمې څخه د پرونۍ پېښې د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

 ټاکل شوې په پاکستان کې عمومي ټاکنې د را روانې فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه ترسره شي، چې سر له اوسه ورته د نوماندو ګوندونو له لوري تیارۍ روانې دي.

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب