د پنجاب د ایالتي وزیر شهباز شریف، له دفتر څخه په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې هغه پولیسو ته د شورا د نورو غړو د نیولو امر کړی او ویلي یې دي چې پر دغو کسانو باندې باید د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې تورونه ولګول شي.
دغي پیښې د بشري حقونو د فعالانو سختې نیوکې راپارولې دي. مدافع وکیلې اسما جهانګیر، بیا پر حکومت باندي غږ کړی چې په جزايي قوانینو کې بدلون راولي او دغه شان شوراګاني له منځه یوسي.
په تیرو وختونو کې د کلیو شوراګانو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندي سختې پریکړې کړې دي. ډیر وخت د کورنیو تر منځ شخړو د له منځه وړلو له پاره هم د دغو شوراګانو د پریکړو له مخې نجونې یوې او بلې کورنۍ ته ورکول کیږي.
زموږ له ارشيف څخه:
په پاکستان کي ښځې او کاري فرصتونه
د پاکستان د نفوس ۵۱ سلنه نارينه او ۴۹ سلنه ښځي دي، خو د کار په بازار کې د نارینه وو په پرتله د ښځو ونډه نیمایي ده. په پاکستان کې کارگري او یا خپل کار او بار لرونکي ښځي.
انځور: DW/I. Jabeen
لومړۍ لارۍ چلوونکي شمیم اختر
شمیم اختر چې په گوجرانوله کې زیږیدلي او اوس په راولپنډۍ کې ژوند کوي په پاکستان کې لومړۍ ښځه ده چې لارۍ موټر چلوي. شمیم اختر د اقتصادي مجبوریت له کبله د بار وړونکي لارۍ موټر چلولو ته اړه شوه. په دغه برخه کې موټرواني یوازي د نارینه وو کار وي. د پاکستان په ځینو لویو ښارونو کې ځيني ښځي ټیکسي او ریکشا هم چلوي، خو د نارینه وو په پرتله ډیر کږ دي.
انځور: DW/I. Jabeen
په پراختیایي څانگه کې خدمات
د اسلام آباد اوسیدونکي سیده مجیبه بتول، له تیرو۱۶ کلونو راهیسې په پراختیایي برخه کې کار کوي. هغې له ډیرو نړیوالو او غیر حکومتي سازمانو سره کار کړی دی. هغه اوس د پراختیایي چارو د یوې مشورتې ادارې جگپوړې چارواکې ده. د مجیبه په څیر ځیني نورې پاکستانياني هم په غیر حکومتي پراختیایي ادارو کې کار کوي. خو په دغه برخه کې هم د نارینه وو په پرتله د ښځو شمیر ډیر کم دی.
انځور: Mujeebah Batool
د سړکونو له غاړې د خځلو راټولول
کلونه کیږي چې ۵۶ کلنه شاهده شموئیل د اسلام آباد پر سړکونو د پاکۍ چاره تر سره کوي. هغه په اسلام آباد کې د «سي ډي اې» ادارې کارکوونکي ده. شاهده وایي چې اته ماشومان لري چې ځینو یي ودونه کړي دي. د شاهدې په خبره د گرانۍ له کبله پر معاش باندې گوزاره کول ورته گران دي.
سمعیه بي بي، د اسلام آباد په پشاور موړ، نومې سیمه کې په یکشنبې ورځ بازار کې خپله غرفه دروي او د ښځو جامې پلوري. هغه په خپله له پیښور څخه دغه سامان وړي او په اسلام آباد کې یې پلوري. هغه وایي چې د نارینه وو د نظر اچولو له کبله غوصه کیږي چې ښځو ته پکښې هیڅ درناوی نه وي. د سمعیه په څیر ډیري پاکستانياني په بازارونو کې بیلا بیلا شیان خرڅوي.
انځور: DW/I. Jabeen
تعلیمي څانگه کې خدمات
شگفته اسد د ماشومانو له ښوونې او روزنې سره مینه لري او د دې پایله دا ده چې د «هیډ سټارټ» جوړ کړي ښوونځي د څو څانگو چارې پر مخ بیایي. ویل کیږي چې په پاکستان کې څو میلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي. تعلیمي ادارې که حکومتي وي یا شخصي د ښځو په تعلیمي څانگه کې د ښځو شمیر هم ډیر کم دی.
انځور: Shagufta Asad
د ډاکټري په توگه خدمات وړاندې کول
ډاکټره فرحت ارشد په «راولپنډي میډیکل کالج» او له ځينو نورو طبي ادارو سره کار کوي او د مور او ماشوم د ناروغیو متخصصه ده. په پاکستان کې ډیر خلک له روغتیایي آسانتیاو بې برخې دي او د ناروغانو په پرتله د ډاکټرانو شمیر هم د خوښۍ وړ نه دی. په تیرو څه موده کې د پاکستان د ښځو تر منځ دا تمایل مخ پر ډیریدو دی چې ډاکټرانې شي. زیاتي ښځې دا خوښوي چې د درملنې له پاره يوې ډاکټري ته ته ورشي.
انځور: DW/I. Jabeen
نرسه یا قابله
که دولتي روغتون وي يا شخصي، که په ښار کې وي که په کلیو او بانډو کې بې له نرسانو په روغتیايي برخه کې د ښه کار تصور ممکن نه دی. د پاکستان په روغتیایي سکتور کې د نرسنگ په برخه کې د مسلکي روزل شوو کسانو په ډله کې د ښځو شمیر ډیر دی. د نارینه نرسانو شمیر ډیر کم دی. په ټول پاکستان کي په سلونو زرو قابله گاني کار کوي.
انځور: DW/I. Jabeen
کورنۍ میرمنې، له پامه غورځول شوی لوی اکثریت
شبانه حارث په اسلام آباد کې اوسیږي. تر واده دمخه یې په منظمه توگه کار کاوه. خو اوس د دوو ماشومانو مور ده او د کور چارې پر مخ وړي. د کور چارې سمبالونکي میرمن کار چې له سهاره تر ماښامه ادامه لري د ټولې ورځي یا نیمه ورځي تر کار کم نه دی. له دې کبله ښځې نه توانیږي چې د کار په بازار کې ځان ته ځای ومومي.
انځور: Shabana Haris
د خلکو په کورونو کې کار کوونکي ښځې
۲۲ کلنه ناصره چې د پاکستان په پلازمینه کې د یوې پنځه کسیزي کورنۍ کار کوي، د میاشتې لس زره کلدارې معاش اخلي. خو په اصل کې دغه پیسې هغه نه تر لاسه کوي، بلکې مور او پلار یې اخلي. ناصره هم له هغې کورنۍ سره اوسیږي چې کار يې کوي. په پاکستان کې په لکونو داسې ښځې او ځوانې نجونې شته چي د خلکو په کورونو کې د خدمو په توگه کار کوي.
انځور: DW/I. Jabeen
د فټنس او یوگا روزنه
د اسلام آباد په ټولنیزو کړیو کې بدنې روزونکي صنوبر نظیر یو پيژندل شوی نوم دی. صنوبر نظیر له بیلابیلو څانگو سره تړلې ښځو کار کوونو ته بدني او یوگا روزنه ورکوي. په پاکستان کې ځینې داسې څانگې شته چې ښځې له نورو ښځو سره مرسته کوي. په دې کې یوگا، بدني روزنه او پر نورو سربیره د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې شخصي روزنه شامله ده.
انځور: DW/I. Jabeen
په کور کي ډیزاین یا طرحه
پارس محمود شاه چې د حیدرآباد اوسیدونکي ده، د ښکلو هنرونو له فن سره مینه لري. د همدې مینې له کبله هغه د کورونو او همداشان د نورو ودانیو داخلي ډیزاین یا طرحه خپل مسلک گرځولی دی. د کورونو دننه سینگار له پاره هغه د بیلابیلو شیانو او همداشان د دیوال او فرنیچر له رنگونو کار اخلي.
انځور: Paras Shah
آرایشگاه یا سینگار ځاي
د پاکستان په هر کوچني یا ستر ښار کې ښځو آرایشگاوې پرانیستی دي. د ودونو پر مهال د ناوې د سینگارولو له پاره هغوی ډیرې پیسې اخلي. له دې کبله ډیری داسې ښځې چې لوړې زده کړې یې نه وي کړي، پر خپل ځان د بسیا کیدو له پاره دې لور ته مخه کوي.
انځور: DW/I. Jabeen
د کرهڼي په برخه کې د ښځو ونډه
په پاکستان کې شا او خوا ۶۵ سلنه نفوس په لیرې پرتو یا نیمه ښاري سیمو کې اوسیږي. پاکستان تر زیاته پر زراعتي اقتصاد تکیه کوي، چې پکښې ښځې د نارينه وو ترڅنگ اوږه پر اوږه کار کوي. عصمت جبین / اسلام آباد