1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې پر ښځو د تاوتریخوالي لاملونه څه دي؟

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبه

په پاکستان کې په تیرو دریو کلونو کې د ښځو پر وړاندې څه باندې ۶۳ زره د تاوتریخوالي بېلابیلې پيښې ثبت سوي دي. د پاکستان په ټولنه کې دا پوښتنه مطرح کیږي چې آیا پاکستاني ټولنه له ښځو سره د دښمنۍ پر خوا روانه ده.

El Salvador Protest Frauen Femizide
انځور: AFP

په پاکستان کي د تیرو شلو کالو پر مهال د ښځو د بشري حقونو د خوندیتوب یوشمېر قوانین جوړ سول، خو بیا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف ټیټ سوی نه دی. یوازې په تیرو دریو کلونو کې په پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۳ زره ۳۶۳ پیښې ثبت شوي دي، خو کارپوهان وايي چې حقیقې شمیرې ښايي تر دې لا ډیرې لوړې وي. 
شمېرې او ارقام 
د پاکستان د بشري حقونو وزیر میا ریاض حسین پيرزاده، څو ورځې ترمخه د پاکستان د پارلمان د غړې مسرت رفیق مهیسر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي بېلا بېل ډولونه لکه جنسي تېری، قتل، ځورول، په توقیف کي ساتل، ډله ییز جنسي تېری، د غیرت په نامه وژل، زورزیاتی، تېزاب شیندل او تښتول هغه پیښې دي چې د یادولو وړ دي. 

اړوند: په پنجاب کي پر ښځو د تيري پيښي زياتي سوي دي
په دوه زره نولسم کال کي د ورته پېښو شمېر نیژدې ۲۵ زره ۳۸۹ پیښې او په دوه زره شلم کال کي ۲۳ زره اووه سوه ۸۹ پیښې ثبت شوي دي. په دوه زره یوویشتم مېلادي کال کي بیا ۱۴ زره ۱۸۹ دغه راز پېښي ثبت سوي دي.
د ځینو کارپوهانو په وینا، دا یوازي هغه پيښي دي چي ثبت او راجسټر سوي دي او په خبره یې په زرهاوو ورته نوري پيښي هم سته چي ښځي يې د ټولنیز اغېز او بدنامیو له ویري هیڅ نه ثبتوي. 
د ځینو کره کتونکو په اند، په ټولنه کي ښځو ته په ځینو برخو کي په ډېره ټیټه سترګه کتل کېږي. په ځینو پيښو کي خو پر یوې کوچنۍ خبره هغوی د تاوتریخوالي ښکار کېږي او ځیني مهال بیا بیخي له کرکجن زور زیاتي سره مخامخ سي، چي په پایله کي خپل ژوند پکي له لاسه ورکوي. 
پر عادي خبره قتل 
د یوې داسې پيښي په اړه دویچه ویله د پاکستان د سند ایالت په کشمور ښار کي له یو ښاري سره خبري وکړې چي ادعا کوي له خور سره يې د یوې چرګې د ورکیدو پرسر لومړی زور زیاتی سوی، وروسته يې خور د همدغه وهلو ټکولو له امله  ژوند له لاسه ورکړی دی. 

د تیزاب د حملې قرباني شوې ښځهانځور: Paula Bronstein/Getty Images

اړوند: د پاکستان پوليس: پر يوې امريکايي د ډله ایز جنسي تيري په تور دوه کسان نيول شوي
په کشمور کي د کلواړ کلي اوسیدونکي ۲۲ کلن محمد شعیب کلواړ دویچه ویله ته وویل: «زما پنځه دېرش کلنه خور صغرا، په کلواړ کلي کي همدلته اوسیده، خواښي يې د اګست پر شپږمه د چرګې په غلا تورنه کړه او دا چې چرګه یې خپلي پلرګنۍ ته ورکړې ده، که څه هم زما خور خوا بده کړه او دا تور يې ونه مانه، وروسته زما د خور دوه لیورونه عالمګیر کلواړ او جهانګیر کلواړ خبر سول، هغوی هم صغرې ته په قهر سول او د صغرا په وهلو او ټکولو یې پیل وکړ. اول یې صغرا په څپیړه ووهله او بیا یې هغه خفه کړه. تر دغه زور زیاتي وروسته صغرا بیا خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
شعیب زیاتوي، کله چي د اکتوبر پر ۶مه، له دې ترخې پيښي خبر سو، نو له خپلې مور سره د خېښانو کورته ورغلو. د شعیب په خبره، عالمګیر او جهانګیر سمدلاسه موږ ته ښکنځلې پیل کړې او موږ ته یې خور نه راکوله. له همدې کبله موږ پولیسو ته مراجعه او دوی هم هلته راغلل. بیا مو خور روغتون ته انتقال کړه او کله چې عالمګیر او جهانګیر خبر سول چې صغرا مړه سوې ده، نو بیا دوی وتښتیدل. موږ د هغوی خلاف د قتل عریضه کړې خو پولیس لا هم په دوی پسې ګرځي. 
دویچه ویله هڅه وکړه، چي په دې اړه د عالمګیراو جهانګیر کلواړ نظرونه هم په راپور کي ځای کړي، خو ونه توانیدوو.  
له سزا د ویرې نشتوالی
د ټولنیزو چارو کارپوها ن وايي، په پاکستان کي له ښځو سره په تاوتریخوالي ککړ کسان له محاکمو څخه په ډېره اسانۍ خوشي او ډيری دغسې ستونزې په کلیواله سطحه د مشرانو لخوا حل کېږي، چي تر ډېره ځایه په دغسي پرېکړو کي هم نارینه په ګټه کي وي.   
د ښځینه حقونو یوه فعاله مختارا مايي، چي اصلا د مظفر ګړ اوسیدونکې ده وايي ترهغه وخته، چي مجرمینو ته د سزا ورکولو ګټور نظام عملي نه سي تر هغه وخته پوري به د ښځو په وړاندي تاوتریخوالی همداسي روان وي. 

په پاکستان کي د ښځو د حقونو د خوندیتوب یوشمېر قوانین جوړ سول، خو بیا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګراف ټیټ سوی نه دی. انځور: picture-alliance/dpa

اړوند: پاکستان د نرښځيانو د سپکاوي ضد تليفوني ليکه فعاله کړه
هغې دویچه ویله ته داسي وویل: «په کلیو کې د پولیسو په مرکزونو کې د کلیوالو زورواکانو او اغېزمنو کسانو امر چلیږي، هلته د حوزو امرین د دوی له خوښي پرته هیڅ کار نه سي کولای. له ښځو سره تاوتریخوالي کوونکي کسان له دغو زور واکانو سره اوسي، چي بیا پولیس، محکمه او قانون يې پر وړاندې هیڅ نه سي کولای.» 
د مختارا مايي په وینا هغه کسان، چي په دغسي جرمونو ککړ وي، د هغوی د سزا په اړه هم خلکو ته په واضح ډول معلومات نه ورکول کېږي. هغې وویل: «ځکه پولیس خپله نارینه دي، په محاکمو کې هم د دوی خبره چلیږي، نو په دغسي حالت کي به څنګه د ښځو ږغ واورېدل سي.» 
اروايي سببونه 
دځینو کارپوهانو په خبره، په ټولنه کي د کرونا وبا خپرېدو هم له ښځو سره تاوتریخوالي ډېرولو ته لار هواره کړې او ان په ټوله نړۍ کي يې اروايي ستونزې زیاتي کړي دي. د اروايي چارو متخصص ډاکټر بشیر حسین شاه وايي: «دغه حالت انسان ناهیلی کوي او دغه ناهیلي بیا په ژور خفګان بدلیږي، په ژور خفګان اخته کسان بیا اکثره وخت زور زیاتي خواته مایل وي.»

په کراچۍ کې د ښځو د حقونو له پاره مظاهرهانځور: Reuters

اړوند: په پاکستان کي ولي غیري قانوني مدرسې ورځ تر بلې ډیریږي؟
د ډاکټر بشیر حسین شاه په وینا، دغه اروايي ناروغان تل کمزوري کسان په نخښه کوي، نو ځکه اکثره وخت ښځي د دغسي تاوتریخوالي قرباني کېږي: «ټولنیزي ناخوالي په کورنۍ کي ستونزو ته لمن وهي، دا چي په کورنۍ کي ښځي کمزوري دي، نو زموږ په مرد سالاره ټولنه کي نارینه پر ښځو خپل زور ازمويي او په نتیجه کي تاوتریخوالي ورڅخه را پيدا کېږي.» 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل