1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پراخه کچه په چين کې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو نوې پيښې

۱۳۹۸ بهمن ۱۹, شنبه

په چین کې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو بهیر چې په تیرو دوو ورځو کې یو څه سست شوی وو، یو وار بیا ګړندی شوی دی. د چارواکو په حواله په یوه ورځ کې د کرونا۳۴۰۰ نوې پيښې ثبت شوي دي.

China Wuhan provisorisches Krankenhaus für Coronavirus-Patienten
انځور: picture-alliance/AP/Chinatopix

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۷مه نېټه) په چين کې د کرونا د پيښو کمیدل یو ښه خبر وباله او په عین وخت کې یي خبردارې ورکړ چې باید تر اندازې ډير خوشبینه ونه اوسو، ځکه یو وار بیا پر دې ویروس د اخته کیدونکو کسانو د شمیر د زیاتیدو احتمال موجود دی، او اوس دقیق همداسې شوي دي.

د آلمان خبري آژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې تیره ورځ په چین کې د کرونا پر ویروس ۳۴۰۰ نوي مبتلا شوي کسان تشخیص شوي دي چې له دې سره پر دې ویروس د اخته کسانو شمیر ۳۴۵۴۶ تنه لوړ شوی دی.

د دې رپوټ پر بنسټ د جمعې په ورځ د کرونا د قربانیانو زیاتیدل تر هغې د دوو ورځو مخکې په پرتله ډیره شدیده وه او ۸۶ تنو ته رسیدلې دی.

له دې جملې څخه ۸۱ تنه یې د کرونا د نوي ویروس د خپریدو په ټاټوبې هوبئ ایالت کې مړه شوي دي. په دې ترتیب سره په چین کې د جمعې ورځې تر پایه پورې د کرونا د قربانیانو شمیر ۷۲۲ تنو ته رسیدلی دی.

له چين څخه د باندې په لسګونو نورو هیوادونو کې هم په مجموع کې ۲۷۰ تنه پر دې ویروس اخته شوي دي. زیاتره دا هغه کسان دي چې په چین او په ځانګړي توګه د هوبئ په ایالت کې پاتې شوي او بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.

د آلمان حکومت د تیرې شبنې په ورځ د یوې نظامي الوتکې په استولو سره د هوبئ ایالت له اوهان ښار څخه ۱۲۰ تنه آلماني اتباع و ایستل. تر اوسه پورې په آلمان کې د کرونا پر ویروس د اخته شویو کسانو شمیر ۱۴ تنو ته رسیدلی دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ تر اوسه پورې ۲۰ تنه آلماني اتباع د چین په هوبئ ایالت کې دي چې تمه کیږي د بریتانوي مساپرو له یوې لوې ډلې سره یوځای بیرته آلمان ته انتقال شي.

دویچه ویله: ش.ن/ا.ا

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب