په پروان ولايت کې د سېلابونو د تلفاتو شمير وار په وار لوړيږي. د چارواکو په حواله تر اوسه د لږ تر لږه ۱۰۰ تنو د مړينې خبر ورکړل شوی دی. د سېلابونو له کبله تر ۲۵۰ زيات نور کسان ټپيان شوي هم دي.
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul
اعلان
نن، چهار شنبه (د اگست ۲۶ نيټه) د پروان د والي وياندې وحيده شاهکار د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د دې ولايت په مرکز چاريکار ښار کې د سېلاب او باران له کبله کابو ۲۵۰ کسان ژوبل شوي هم دي.
د وحيدې شاهکار په خبره ځايي چارواکو په دغه ولايت کې د ۵۰۰ کورونو ورانيدل هم تائيد کړي دي. نوموړې زياته کړه چې د بې کوره شويو او قربانيانو له کورنيو سره مرسته د ولايتي حکومت په وس پوره نه ده او مرکزي حکومت بايد ژر تر ژره اغیزمنو کسانو ته مرسته ورسوي.
پروان د افغانستان هغه دی چې هر کال پکې تر سختو ورښتونو وروسته سېلابونه راځي. د افغانستان په نورو برخو کې هم هر کال د سېلابونو له کبله په زرونو انسانان خپل ژوند، خپله سرپناه او ډېر نور څه له لاسه ورکوي.
زياته شوې ده چې د تازه بارانونو او سېلابونو له کبله ښايي د قربانيانو شمير نور هم لوړ شي.
د ارگ خواخوږي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په پروان کې د سېلابونو له کبله پر ځاني او مالي زيان سخته خواشيني څرگنده کړې ده. ارگ د يوې اعلاميې په ترڅ کې پېښو ته د رسيدگۍ په چارو کې د دولت وزارت او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې زيانمنو ته عاجله رسيدگي وکړي.
په اعلاميه کې دا هم ويل شوي دي چې دمگړۍ د کابل – جلال آباد او کابل ـ گرديز د لويو لارو په گډون د هيواد په ځينو نورو برخو کې هم سېلابونه راغلي دي چې له امله یې زيانونه اوښتي دي.
زموږ له آرشيف څخه:
په ايران کي د سيل ويجاړۍ په انځورونو کي
د رسمي شمېرو له مخي سيلابونو په ايران کي تر اوسه پوري ۷۰ کسان وژلي دي. د دويچه ویله فارسي څانگي د دغو ويجاړيو انځورونه راټول کړي دي.
انځور: Mizan
لرستان ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دی چي سېلابونو سخت ځپلي دي. په ټول ايران کي تر اوسه پوري په دې سېلابونو کي ۷۶۸ کسان ټپيان سوي هم دي. (انځور: د لرستان ولايت پلدختر)
انځور: Irna
تر ټولو ډير کسان په فارس ولايت کي مړه سوي دي. د ايران د رسمي شمېرو له مخي په فارس ولايت کي سېلابونو ۲۳ کسان وژلي دي. (انځور: فارس ولايت شيراز)
انځور: Reuters/Tasnim News Agency
انځور: په لرستان ولايت کي پلدختر
انځور: Irna
کرمانشاه هغه ولايت دی چي د هوا پيژندني سازمان د وړاندوينو له مخي به نور بارانونه هم پکښې وسي. هلته هم د سېل يو نفر وژلی دی. (انځور: د کرمانشاه ولايت د کرناچي سيمه)
انځور: Irna
د کرمانشاه ولايت د بېړنيو حالاتو سره د مبارزې مدير تر دې مخکي ويلي ول د دغه ولايت د ۳۵ سيمو اوبه قطع سوي دي او هلته پلونو او سړکونو او کرهڼي او مالدارۍ ته سخت زيان رسېدلی دی. (انځور: د کرمانشاه ولايت کرناچي سيمه)
انځور: Irna
د چهارشنبې په ورځ د خوزستان ولايت د طبيعي پيښو سره د مبارزه مدير له خلکو څخه غوښتي ول چي ټول بايد بشپړ تياری ولري. کيامرث حاجي زاده ويلي ول: «تر اوسه لا خوزستان ته اصلي سېلاب نه دی رارسېدلی.» (انځور: خوزستان ولايت)
انځور: Mehr
د ايران په خوزستان ولايت کي د سېلاب يو بل انځور چي خلک خپل ځانونه ترې باسي.
انځور: Mehr
په ټولنيزو رسينو کي له خپاره سوو انځورونو څخه ښکاري چي په گلستان ولايت کي اوس هم حالت بحراني دی. (انځور: د گلستان ولايت د حکيم آباد آق قلا سیمه)
انځور: Mizan
په هغو سيمو کي چي ويل کيږي بارانونه لږ سوي دي او د اوبو سطحه کښته سوې ده، د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو په خبره تر اوسه هم مرستي په هغه شان نه دي رسېدلي لکه څرنگه چي بايد وای. (انځور: د گلستان ولايت آق قلا سيمه)