د پنجشنبې په ورځ په زرونو امریکایي سرتیري پولند ته ورسیدل چې د ناټو له دې غړې هیواد سره چې له روسیې سره پر پوله پروت دی، خپله ملګرتیا نندارې ته وړاندې کړې. د «د اتلنتیک د پریکړې ماموریت» په ترڅ کې تر ۳۰۰۰ امریکایي سرتیري چې ټانکونه او نورې درنې وسلې هم لري، د اروپا په ختیځ کې پروت دغه هیواد ته رسیدلي دي. دغه پوځيان به همداراز اسیتونیا، لتیویا، لیتوانیا، رومانیا، بلغاریا او هنګري هیوادونه ته هم ولاړ شي.
ولسمشر اوباما تر هغه وروسته دې سیمې ته د خپلو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه چې روسیې په غیر قانوني توګه پر کریمیا باندي قبضه وکړه. دغه، او د اوکراین له بیلتون غوښتونکو څخه د روسیې ملاتړ، د ناټو د خیتځ برخې غړي اندیښمن کړي دي چې روسیه به د دوي پر ځمکنۍ بشپړتیا هم برید وکړي.
کریملن پر دغو پوځي مانورونو سختې نیوکې کړې دي او هغه یې د خپل هیواد له پاره ګواښ بللي دي. د کریملن ویاند دیمتري پسکوف، د پنجشنبې په ورځ وویل: «دغه ماموریت زموږ ګټې او امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.» هغه زیاته کړه: «دا [ګواښ] په هغه صورت کې چې یو دریم هیواد [امریکا متحد ایالات] په اروپا کې او زموږ کور ته نزدې خپل پوځي حضور لا پیاوړي کړي، قوي کیږي.»
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال الکسي میکوف، دا موضوع د «اروپا د امنیت د بې ثباتۍ د یوه فکتور په توګه یاده کړه».
خو په وارسا کې د امریکا متحده ایالاتو د آلماني مارشال صندوق له ادارې څخه میچل برانوسکي، په هیواد کې د امریکایي ځواکونو له حضور څخه دفاع کړې ده. هغه ویلي دي: «موږ د سړې جګړې له پای راهیسې بل هیڅ وخت هم په دې اندازه [د پوځیانو] دوراني حضور نه لاره.»
هغه ویلي دي چې دغه شان یو حضور به د دې لامل شي چې روسیه په دې سیمه کې د پخوا په څیر بریاوي ولري.
روسیې په رسمي ډول کریمیا ونیوله
په وروستیو وختونو کې په کریمیا کې یوه ټول پوښتنه وشوه چې په پایله کې یې کریمیا په رسمي ډول روسیې پورې مربوطه شوه. د روسیې وروستیو اقداماتو پر نړیوالو سیاسي اقداماتو باندې ډیره اغیزه اچولې ده.
انځور: Reutersاوکراین د اروپايي مشرانو د بحث مهمه موضوع
د اروپايي ټولنې په سپرلنۍ غونډه کې د دغې ټولنې مشرانو د روسیې پر وړاندې پر لا نورو بندیزونو باندې خبرې وکړې. پر دې سربیره اروپايی مشرانو اعلان وکړ چې د روسیې او اروپايي ټولنې راتلونکې غونډه یې د کریمیا په اړه د مسکو د دریځ له کبله لغوه کړې ده.
انځور: REUTERSروسیه په تور سمندر کې خپل پوځي کنترول لا پراخوي. د تیرې اوونۍ په چهارشنبې ورځ (۱۹.۰۳.۲۰۱۴) یو شمیر روسي پلوو ځواکونو په دې سیمې کې د اوکرایني ځواکونو ځینې اډې تر خپل کنترول لاندې راوستې.
انځور: Reutersد اساسي قانون له مخې اقدامات
د روسیې د اساسي قانون محکمې حکم کړی دی چې کریمیا دې له روسیې سره یوځای شي. د دغه هیواد ولسمشر ولادیمير پوتین هم د سه شنبې په ورځ دغه سند لاسلیک کړ او په دې ترتیب سره کریمیا د روسیې له نظره په رسمي ډول د روسیې یوه برخه شوه.
انځور: Dan Kitwood/Getty Imagesد اوکراین د پوځ یوه چارواکي ویلي دي چې روسي پوځیان هغوی ته ورغلل او ویې ویل چې دغه اډه هغوی پورې مربوطه ده. په دې انځور کې د اوکراین د سمندري ځواکونو یو غړی خپله اډه پریږدي.
انځور: FILIPPO MONTEFORTE/AFP/Getty Imagesد روسیې نه بیلیدونکې برخه؟
پوتین د فدرالې روسیې شورا ته په خپله وینا کې کریمیا د خپل هیواد یوه نه بیلیدونکې برخه وبلله او پر لویدیځ باندې یې تور ولگاوه چې د اوکراین په موضوع کې له سرې کرښې تیر شوي دي.
انځور: Reutersد روسیې او کریمیا چارواکي
په دې انځور کې د روسیې او کریمیا چارواکي په داسې حال کې ښوول کیږي چې له روسیې سره د کریمیا د یوځای کیدو سند لاسلیکوي.
انځور: Reutersپه داسې حال کې چې د اوکراین پوځیان له کریمیا څخه د وتلو په حال کې دي، د دې ځای روسي پلوه اوسیدونکي د خپل ژوند د ښه کیدو له پاره خوشبینه دي.
انځور: Reutersپه کریمیا کې په سلهاو کسانو د ولادیمیر پوتین د هغو څرگندونو هر کلی وکړ چې هغه په کې له روسیې سره د کریمیا یوځای کیدل اعلان کړل. د کریمیا له ۹۰ سلنه څخه ډیرو اوسیدونکو دې ته مثبه رایه ورکړه چې کریمیا دې له روسیې سره یوځای شي.
انځور: picture-alliance/dpaکریمیا د پوتین شهرت لا ډیر کړی دی
په کریمیا کې د ولسمشر پوتین اقدامات د هغه شهرت د یو شمیر روسانو په منځ کې لا پسې ډیر کړی دی. د کریمیا په اړه د هغه تر وینا وروسته یو شمیر روسان د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې راټول شول او د خپل ولسمشر د اقداماتو ستاینه یې وکړه.
انځور: DMITRY SEREBRYAKOV/AFP/Getty Imagesله بلې خوا اوس هم فعالان د اوکراین په پلازمینه کې سره راټولیږي، هغوی غواړي چې کریمیا د روسیې په یوې برخې باندې بدله نه شي.
انځور: Spencer Platt/Getty Imagesپه اوکراین کې هغه وخت وضعیت ناآرامه شو چې یو شمیر مظاهره کوونکو له اروپا سره د خپل هیواد د نزدیوالي غوښتنه وکړه. اوس د اروپايي ټولنې په غونډو کې پر دې باندې خبرې کیږي چې څرنگه اوکراین نور هم دغې ټولنې ته نزدې شي.
انځور: AFP/Getty Images