په پولنډ کې افغان کډوال او د اخراج په اړه یې انديښنې
۱۴۰۵ فروردین ۲۶, چهارشنبه
په پولنډ کې مېشت افغان کډوال د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي او وېره لري چې که بېرته افغانستان ته ولېږل شي، د طالبانو تر واک لاندې به یې ژوند له جدي خطر سره مخ شي.
د بشري حقونو ډلې وایي، دا اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې چې حکومت د پناه غوښتنې حق محدود کړ.
دا وضعیت وروسته له هغه رامنځته شوی چې پولنډي حکومت د پناه غوښتنې پر بهیر محدودیتونه ولګول، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې د بېلاروس له لارې دغه هېواد ته داخل شوي دي.
فعالان خبرداری ورکوي چې چارواکي دا قانون تر اړتیا زیات کاروي او حتی هغه کسان هم ترې اغېزمن شوي چې باید د پناه حق ولري.
یو افغان کډوال چې اوس په توقیفخونه کې ساتل کيږي، اسوشتید پریس ته ویلې، طالبانو یې پلار وژلی او خپله یې هم د طالبانو له لوري وهل او ټکول شوی دی.
د هغه په وینا، نوموړي دا ټول معلومات له پولنډي چارواکو سره شریک کړي، خو د ده قضیه په جدي توګه نه ده ارزول شوې.
پولنډي چارواکي بیا وایي، د کډوالو زیات شمېر او امنیتي اندېښنې د دې پرېکړې اصلي لاملونه دي.
اوس مهال شاوخوا ۱۲۰ افغانان د پولنډ په توقیفخونو کې دي. یوه کډوال ویلي چې د هغه یو ملګری بېرته افغانستان ته شړل شوی او کورنۍ یې تر اوسه ترې هېڅ خبر نه لري.
د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې له مخې، نږدې ۶۵ سلنه افغان پناه غوښتونکي په اروپا کې خوندیتوب ترلاسه کوي، چې دا ښيي د دوی ډېری قضیې بریالۍ وي.
خو د بشري حقونو بنسټونه ټینګار کوي چې دا ډول چلند له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی، ځکه د هر کډوال وضعيت بايد په جلا توګه وڅيړل شي.
راپورونه ښيي چې ځینې یې پرته له دې چې د پناه غوښتنې رسمي فرصت ورکړل شي، بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د ډېری افغان پناه غوښتونکو غوښتنې منل کېږي او هغوی ته د خوندیتوب زمینه برابرېږي.
شنونکي خبرداری ورکوي چې که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو ډېر افغان کډوال به له جدي بشري او امنیتي ستونزو سره مخ شي.