1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پولنډ کې د يوه سوریايي مهاجر مړی موندل شوی

۱۴۰۰ آبان ۲۲, شنبه

د پولنډ او بلاروس تر منځ سرحد ته نژدې په يوه ځنګله کې د يو ځوان سوریايي مهاجر مړی موندل شوی دی. دغه خبره د شنبې په ورځ پولیسو د فرانسې خبري آژانس ته کړې ده.

Belarus Migranten im Grenzgebiet zu Polen
انځور: Leonid Shcheglov/ITAR-TASS/imago images

د پولنډ او بلاروس تر منځ سرحدي سیمه کې د روان کال اوړي موسم راهیسې غیرقانونی مهاجرتونه ډير شوي دي. په رپوټ کې د خیريه موسسو له قوله ويل شوي چې دا په دغې موده کې د مهاجرو یوولسم جسد دی چې په سیمه د سرحدونو دواړو خواو ته پیدا کیږي.

د پولنډ د شمال ختيځې سیمې پودلاسیه پولیسو په یوې اعلاميه کې ويلي دي: «د یوه ځوان سوریايي مهاجر مړی، پرون د وولکا ترخووسکا ځنګله ته نژدې موندل شوی دی.»

پولند اټکل کوی چې له بلاروسه ۴۰۰۰ مهاجر رسيدلي چې د سرحد په اوږدو کې تر خيمو لاندې پراته ديانځور: Leonid Shcheglov/ITAR-TASS/imago images

په اعلاميه کې زیاته شوې ده: «د مړينې دلیل په سیمه کې مشخص شوی نه دی.»

پولیسو دغه راز ويلي دي چې د پيښې په ځای کې د مهاجرو یوې شاوخوا سل کسیزې ډلې هڅه کوله تر څو د شپې له سرحده واوړي. په اعلامیه کې زياته شوې چې دغه افراد د پولیسو او عسکرو تر لیدلو وروسته د بلاروس لور ځنګل ته وتښتیدل.

له بلې خوا د پولنډ سرحدي پولیسو بلاروسي ځواکونه تورن کړي چې په سرحد کې يې د دوی له خوا ځینې لګول شوې موانع ویجاړ کړي دي. دوی په دې اړه یوه ويډيو هم خپره کړې چې ظاهرا په کې بلاروسي عسکر د لایزر او څراغونو په رڼا کې دغه کار کوي.

د پولنډ او بلاروس پر سرحد د مهاجرو بحران په وروستيو اوونۍ کې رامنځ ته شوی دی. د پولنډ پولیس اټکل کوي چې اوس مهال تر ۴۰۰۰ پورې عسکر رسيدلي چې د سرحد په اوږدو کې تر خیمو لاندې پراته دي. دغه مهاجر هڅه کوي ځانونه د لويديځې اروپا هيوادونو ته ورسوي. لويديځ هیوادونه بیا د بلاروس حکومت چې د روسیې ملاتړ لري، په دغه بحران کې پر لاس لرلو تورنوي. دغه هیوادونه وايي چې بلاروس دغه کار د اروپايي اتحاديې د تحریمونو په بدل کې کوي، خو منسک بیا دغه ادعا ردوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب