د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې غواړي په پوځ کې د ښځو شمېر لس سلني ته پورته کړي. رادمنش زیاته کړې ده چې د ښځو د هڅولو له پاره د ځانګړي معاش په ګډون ځيني تشویقي امتیازات په پام کې نیول شوي دي.
رادمنش وویل: «موږ اوس په پوځ کي ۱۵۵۷ښځې لرو. دا د ټول پوځ دوه یا درې سلنه جوړوي چې ډیره لږ برخه ده.» هغه زیاته کړه: «موږ غواړو چې دغه سلنه ۱۰ ته ورسوو.»
انځورونه: د نړۍ تر ټولو ښايسته پيلوټه يوه افغانه ده
جرمنۍ ورځپاڼي «بيلد» ليکلي دي چي د نړۍ تر ټولو ښايسته پيلوټه د افغانستان په هوايي ځواک کي ده. هغه په افغانستان کي يوازنۍ پيلوټه ده. د هغې انځورونه په دغه راپور کي ووينئ.
انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoudکپيتانه نيلوفر رحماني ۲۳ کلنه ده او اوس په افغان هوايي ځواک کي دنده لري. جرمنۍ ورځپاڼي «بيلد» (انځور) هغه د نړۍ تر ټولو ښايسته پيلوټه معرفي کړې ده.
انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoudنيلوفر رحماني ۱۸ کلنه وه چي د پيلوټۍ ښوونځی ته ولاړه او دوه کاله وروسته په ۲۰۱۲م کال کي د دوهم بريدمن په درجه فارغه سوه.
انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoudنيلوفر د زده کړي ډيري مهمي دورې تيري کړي. هغې خپله لومړۍ الوتنه په يوې امريکايي څلور سيټه سيسنا ۱۸۲ ډوله الوتکي سره بريالۍ وکړه.
انځور: picture-alliance/ZUMA Press/Xinhua/Ahmad Massoudرحماني اوس کولای سي جنګي او ترانسپورتي الوتکو ته پرواز ورکړي. نړيوالو رسنيو هغه د طالبانو رژيم تر ړنګېدو وروسته د لومړۍ افغاني پيلوټي په خاطر ستايلې ده.
انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoudکه څه هم نيلوفر د خپلي دندې په خاطر په خپله ټولنه کي له ستونزو سره مخامخ ده، خو بيا هم هوډ لري چي خپل کار ته دوام ورکړي.
انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoudنيلوفر رحماني غواړي چي ډيري ښځي تشويق کړي، څو افغان هوايي ځواک ته ورسي او خپلي وړتياوي ثابتي کړي.
انځور: picture-alliance/abaca/Xinhua/Ahmad Massoudکپيتان نيلوفر رحماني ته د ۲۰۱۵م کال په لومړيو کي د امریکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا د «زړوري ښځي نړيوال مډال» ورکړل سو.
انځور: picture alliance/AA/S. Corumد امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د زړوري ښځي مډال نيلوفر ته په واشنګټن کي ورکړل سو.
انځور: picture alliance/AA/S. Corum په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم له ړنګیدو ۱۵ کاله تیریږي، خو بیا هم ښځې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د تیر کال په دسمبر میاشت کې ۲۵ کلنې نلیفور رحماني چې د افغان هوایي ځواک پیلوټه ده او د زده کړو له پاره امریکا متحده ایالاتو ته تللې ده، په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړه. د هغې دې پریکړي په افغانستان کې بحثونه راپورته کړل.
رحماني په افغانستان کې د میلیونونو نجونو له پاره د یوه سمبول په توګه معرفي شوې وه خو هغه ادعا کوي چې د شهرت له کبله یې ورته د مرګ ګواښونه کیږي او له دې کبله په خپل هیواد کې نه شي پاتیدای.
رادمنش وویل چې اوس د افغانستان د پوځ په بیلابیلو روزنیزو بنسټونو کې ۴۰۰ نجونې روزني ترلاسه کوي.
نور مطالب:
د افغانستان پخوانۍ ښځينه پلوټه ننۍ سوالګره ده
د افغانستان د هوايي ځواک د الوتکو يوه انجينيره چي وايي په روسيه او هند کي يې زدکړي کړي، نن سوالګره ده.
انځور: DW/M.I. Specalai د افغانستان د پوځ پخوانۍ پلوټه جګړنه مېرمن شرميلا اوس په کندهار کي ژوند کوي.
انځور: DW/M.I. Specalaiشرميلا وايي چي زيات شمېر الوتنې يې کړي دي.
انځور: DW/M.I. Specalaiدغه پخوانۍ افغانه پلوټه د افغانستان له حکومت او پوځ څخه ګيله لري.
مېرمن شرميلا د خپل معلول مېړه او پخواني ډګروال سره د غربت شپې او ورځي تېروي.
انځور: DW/M.I. Specalaiمېرمن شرميلا وايي چي په هند او روسيه کي يې د الوتکو د تخنيک انجينري لوستې ده.
انځور: DW/M.I. Specalaiدغه مېرمنه اوس د کندهار په ښار کي سوالګره ده. هغه وايي مېړه يې په پاکستان کي د شل کلني بند وروسته د طالبانو له خوا ژوبل سوی او پر ځای پروت دی.
انځور: DW/M.I. Specalaiدغه مېرمنه له افغان حکومت څخه مرسته غواړي. هغه وايي پخپله يې د افغانستان د پوځ په الوتکو کي پروازونه کړي خو نن د ماښام ډوډۍ نه لري.