1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په پښتورگي کي د ډبري پيداکېدو مخنيوی څرنگه کيږي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

د «پښتورگي ډبره» هغه ناروغي ده چي په لومړۍ مرحله کي سړی نه په پوهيږي او کله چي ښه پرمختگ وکړي بيا تشخيصيږي. خو څېړونکي وايي چي که سړی دغه پنځه توصيې په پام کي ونيسي په دغي ناروغۍ له اخته کېدو خوندي کيږي.

25.06.2014 DW fit und gesund Niere
انځور: Fotolia

د پښتورگي ډبره له اسيډي مالگو او په ادرارو کي له شته مالگي څخه جوړيږي. په بله معنی غليظ سوي ادرار د کريستالي کيدو او د معدني موادو يو له بل سره د نښتلو امکان برابروي.

د پښتورگي ډبري درد هغه مهال ډيريږي چي د «ډبري ټوټې» له پښتورگي څخه د مثانې پيپ ته داخلي سي. دغه پيپ پښتورگي له مثانې سره تړي. کله چي د ډبري يوه ټوټه دغه پيپ ته داخله سي، نو د ناروغ پر تشي او ملا باندي سخت درد وي. که سړی د ورځي دوه ليټره اوبه وڅښي نو د ادرارو د غلظت مخنيوی کيږي.

خو يوازي په بدن کي د مايعاتو کمښت د پښتورگي ډبري د جوړيدو سبب نه کيږي. د تازه څېړنو له مخي د پښتورگي ډبري په ناروغۍ اخته کسانو نيمايي څلور لاملونه په پام کي نه نيسي.

د روم پوهنتون او د هاروارد د طبي ښوونځی څېړونکو د خپلو نوو څېړنو په پايله کي چي پر۱۹۰زرو داوطلبو کسانو سوې ده، دې نتيجې ته رسېدلي دي چي «سمه تغذيه» کولای سي دغه ناروغي صفر کړي. دغه څېړني د ۱۱ کلونو په جريان کي په درو مرحلو کي ترسره سوي دي. په دغه موده کي نژدې ۶۵۰۰ کسان د پښتورگي ډبري په ناروغي اخته سوي دي.

هغو داوطلبو کسانو چي د دغي څېړني په جريان کي ئې لاندي موارد په پام کي نيولي د پښتورگي ډبري ناروغي احتمال ئې صفر سوی دئ:

-هغو کسانو چي د ورځي يې دوه ليټره مايعات څښلي.

-هغه چا چي د خوږو مايعاتو له څښاک څخه ئې ډډه کړې.

-هغو داوطلبانو چي د خپل خوراک په مهالويش کي يې ميوې، سابه او لږ غوړ لرونکو لبنياتو ته ځای ورکړی.

-او هغه چا چي لږ کلسیم خوړلي.

دا نو طبيعي ده چي د دغو کسانو په دغه شان رژيم سره وزن هم ډېر سوی نه دئ.

د څېړنو په نتيجه کي هغو کسانو چي د ورځي ئې تر دوه ليټره لږ اوبه او په اوونۍ کي ئې څلور واري خواږه مايعات څښلي، او هغو چي ډېر غوړ لرونکي لبنيات او کلسيمي مواد ډېر کړي او لږ ميوه او سابه ئې خوړلي تر نورو ډېر د پښتورگي ډبري په ناروغي اخته سوي دي.

زموږ له ارشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل