1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په پکتیکا او بغلان کې ماین چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ آبان ۱۱, شنبه

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ د ملکي وګړو یو موټر په سړک باندې پر یوه خښ شوي ماین ختلی چې له کبله یې اوه تنه وژل شوي دي. په بغلان ولایت کې هم د ماین یو چاودنې ۱۵ ملکیان ټپیان کړي دي.

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۲مه نیټه) د پکتیکا ولایت ځايي چارواکو وویل چې په دې ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې اووه تنه وژل شوي دي. د چارواکو په خبره، په دې پیښه کې د ملکیانو یو موټر پر سړک باندې پر یوه خښ شوي ماین باندې ختلی دی.

د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا غړوبختیار ګل همت او عزیز عزیز د یادې پیښې د پخلي تر څنګ وویل چې دغه پیښه نن د شنبې په سهار د دې ولایت په سر حوزه ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې یو شمیر ځوانان پر یوه موټر کې د کار پر لوري روان وو.

دا په داسې حال کې ده چې وسلوال طالبان په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د هدف ګرځولو له پاره پر سړکونو ماینونه خښوي چې وخت نا وخت د دغو ماینونو ښکار ملکي وګړي ګرځي.

په عین وخت کې د بغلان ولایت چارواکي هم په دې ولایت کې د ماین چاودنې خبر ورکوي. د د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت د ماین چاودنې په هکله ویلي چې د شنبې په ورځ د سړک غاړې د ماین په یوه چاودنه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بشارت په خبره د ماین دغه چاودنه د دې ولایت په مرکز پلخمري ښار کې شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یا یوناما په دې وروستیو کې په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې ۸ زره او ۲۳۹ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو په حواله د ملکي تلفاتو تر ټولو عمده لامل ځانمرګي بریدونه او چاودنې دي.

DPA/AKH/AWA

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل