1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتیکا کې د کرومیټ ډبرو له کان څخه استخراج پیل شو

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۲ شهریور ۱۸, شنبه

په پکتیکا کې د طالبانو ځایي مسئولین، په دغه ولایت کې د کرومیټ ډبرو له کان څخه د استخراج پیلولو خبر ورکوي. د هغوی په وینا، دغه کان یوه کورني شرکت ته سپارل شوی دی، چې ۹۰ زره ټنه کرومیټ به ترې استخراج کړي.

Talkum-Steinbruch 1800 Metern Höhe bei  Luzenac, Südfrankreich
انځور: Getty Images/AFP/E. Cabanis

د باختر خبري اژانس، چې د طالبانو ادارې تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، راپور ورکړی دی، چې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې له کرومیټو کان څخه استخراج د یو لړ مراسمو په ترڅ پیل شو.

د پکتیکا ولایت د چارواکو په وینا، د کرومیټ ډبرو دا کان د کانونو او پترولیم وزارت له لورې یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوی، چې دغه شرکت به د پنځو کلونو لپاره له دې کان څخه کرومیټ ډبري استخراجوي.

د طالبانو ادارې د پکتیکا د کانونو او پترولیم رئیس مولوي نظیرګل صاد وویل، چې دغه شرکت به په پنځو کلونو کې له دې کان څخه ۹۰ زره ټنه کرومیټ ډبرې استخراج کړي او د هر ټن کرومیټ په بدل کې به پنځلس زره او سل افغانۍ طالبانو ته ورکوي.

د پکتیکا ولایت د دغه طالب چارواکي د شمېرو پر بنسټ، د طالبانو اداره به د ګیان ولسوالۍ د کرومیټ ډبرو د دغه کان له استخراجڅخه یو میلیارد او ۳۵۹ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي.

د دغه کان د استختراج کوونکي شرکت یوه مسئول د باختر خبري اژانس ته وویل، چې د پکتیا د ګیان کرومیټ کان، د کیفيت او حجم له پلوه د افغانستان د کرومیټ ډبرو د کانونو په منځ کې لومړی مقام لري.

د طالبانو ادارې، تېره اونۍ دافغانستان د اوو سترو کانونو استخراج،څو افغاني او بهرنيو شرکتونو ته په قراردادونو ورکړل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل