«په پاکستان کې تر ۷۰۰۰ زیات کډوال نیول شوي»
سید ریاض۱۳۹۵ مرداد ۱, جمعه«په پاکستان کې تر ۷۰۰۰ زیات کډوال نیول شوي»
په پیښور کې د افغانستان جنرال قنسل ډاکټر عبدالله وحید پویاند، دویچه ویله ته وویل چې د افغان حکومت پر غوښتنو سربیره هم پاکستاني چارواکي د نړیوالو نورمونو خلاف له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر پریکړه ولاړ دی. هغه زیاته کړه چې په وروسیتو وختونو کې پاکستاني پولیس افغان کډوال زوروي چې د دې هیواد پریښودو ته اړ شي. دا چې افغان حکومت په دې اړه څه کړي په مرکه یې واورئ.
په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه نور مطالب:
د شمالي وزیرستان د کډوالو ستونزې او کړاوونه
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ترهگرو پر ضد د پوځ له خوا د عملیاتو له پيلیدو سره په سلگونو زره انسانان محفوظو ځایونو ته د کډه کیدو په هڅه کې دي. د دغو زیانمن شویو کسانو شمیر تر اوسه پوری ۶۰۰۰۰۰ ښوول شوی دی.
په خپل هیواد کې بې کوري
څو کاله مخکې د سوات په دره کی هم د ترهگرو پر ضد د عملیاتو پر مهال په سلگونو زره انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي ول. اوس شمالي وزیرستان د جگړي پر ډگر بدل شوی دی. له دې سیمې څخه اوس ډیر شمیر کسان تیښتې ته اړ شوي دي.
ډیر کسان بې کوره شوي دي
په سلگونه زره انسانان دې ته اړ شوي دي چې خپل کورنه پریږدي او له خپلو ماشومانو او څارویو سره یوځای امنو ځایونو ته کډه شي. په سختې گرمې کې دغه سفر هم دوی ته له مصیبت څخه کم نه دی. دوی په دې هم نه پوهیږي چې په راتلونکي کې به په کوم ځای کې میشت کیږي.
د وزیرستانیانو له پاره د یو سخت امتحان
د دغې سیمي خلک له خپل هر ډول شته امکاناتو څخه په استفاده کولو سره له خپل پلارني ټاټوبي او کلي څخه کډه کیږي. د بسونو، لاریو، او کوچنېو موټرو په وسیله چې لږ څه ځای په کښې پيدا کړي، د یو نامعلوم منزل په لور روانیږي.
د یوه نامعلوم منزل په لور سفر
تر پرون پورې د خپل کور په چاردیوالي کې اوسیدونکې میرمنې نن تر شنه آسمان لاندی شپې ورځې تیروي. ډیر لږ شمیر وزیرستانیان په خیبر پښتونخوا کې د خپلو خپلوانو او دوستانو په کورونو کې اوسیږي او پاتې نور د حکومت له خوا په جوړ شویو کمپونو کې میشت دي.
ډیر سخت حالت
په دغو کډوالو کې نږدې ۱۵۰ زره ماشومان او ۱۱۰ زره میرمنې شامل دي. د مرستندویه کارکونکو په خبره په سختې گرمي کې ماشومان تر بل هر چا ډیر مرستې ته اړتیا لري. د گرمې په موسم کې د شمالي وزیرستان په شاوخوا سیمو کې هم د حرارت درجه د سانتیگریت په حساب حتی ۴۸ ته لوړیږي.
تر تود لمر لاندې اوږده قطارونه
که څه هم د پاکستان حکومت د کډوالو د نوم لیکنې د بهیر له پاره د پام وړ کارونه کړي دي، خو بیا هم د دغو کډوالو د شمیر د ډیروالي له امله دوی مجبوره دي چې په ډیرې تودې هوا کې په اوږدو اوږدو کتارونو کې په ورځو ورځو انتظار وباسي، څو نوبت يي ورسیږي. که ثبت نام ونه کړي نو هغوې ته خوراکي مواد او نورې مرستې نه ورکول کیږي.
بس زویه، اوس رسیږو!
اته کلنه زینب وايي چې هغې له خپلې کورنې سره یوځای له میرعلي څخه تر بنو پوری پر پښو مزل کړی دی. په لاره کې د ولږي او تندې له امله تلې نه شوای. هره شیبه به ورته پلار ویل چې بس اوس بنو ته رسیږو، خو دا سفر نه خلاصیدو. د هغې کشر ورو په لاره کې ناروغه شوې هم وو.
په کمپونو کې روغتیايي اسانتیاوي
په پنډغالو کې د سختې گرمۍ له امله د مختلفو ناروغیو د خپریدو خطر موجود وي. په دغو کمپونو کې په هر ځای کې ډاکټران موجود دي چې د ناروغانو درملنه کوي.
په کمپونو کې روغتیايي وضعیت
د روغتیا وزرات او خیریه موسیسو په مختلفو برخو کې سیار کلینیکونه جوړ کړي دي چې ناروغان وړیا معینا کوي او درمل ورکوي. د داکترانو په خبره ډیر شمیر خلک د گرمې او ستړتیا له امله د نس پر ناورغې اخته دي. د دوی په خبره له دغې وضعیت څخه د ماشومانو د ژغورنې په خاطر له هغوې سره باید له ډیری مهربانې سره کار واخیستل شي.
په ورځو ورځو پیاده مزل
حاجي گل وايي چې هغه له خپلي کورنۍ سره په میلونو میلونو پلې سفر کړی دی او په لاره کې يي یو څلور کلن لمسي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.
سپين ږیرې او ناروغان
اویا کلن جمال وزیر د دویچه ویله خبریال ته وویل:«یوه محفوظ ځای ته د رسیدلو له پاره ما پوره یوه ورځ او یوه شپه پیاده مزل کړی دی. زه سپین ږیرې او ناروغه یم. چې وضعیت لږ هم ښه شي زه غواړم بیرته وزیرستان ته ولاړ شم.»
مرسته کوونکي ادارې
په بنو کې د اړینو موادو د ویشلو له پاره دری مرکزنه جوړ شوې دي. په دغو مرکزونو کې زیانمن شویو کورنیو سره له ۹۲ څخه تر ۹۳ کیلو گرامه پوری د اړینو موادو مرسته کیږي. په دغو موادو کې وړه، غوړي ، پوره، حبوبات او نور خوراکي توکي شامل دي.
پوځ په هر ډگر کې مصروف دی
د خوراکي موادو د ویش مسئولیت پوځ ته سپارل شوې دی. پوځ له زیانمن شویو سره د مرستې تر څنگ د امنیت په برخه کې هم خپل مسئولیت ادا کوي.
زیانمن شویو کورنیو ته د مرستې رسونې بهیر
د خوراکي موادوت او اړینو توکو د ترلاسه کولو له پاره زیانمن شوې کورنۍ باید په ساعتونو ساعتونو په قطارونو کې انتظار وباسي. د زیانمن شویو کسانو شمیر دومره ډیر دی چې د مرسته رسونې د بهیر ټولې هلې ځلې ناکامه بریښي.