جرمونه
په پیښور کې یو قاضی ویشتل شوی
۱۳۹۷ اسفند ۹, پنجشنبه
اعلان
اسوشتید پرس خبري آژانس د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي وسیم ریاض، په حواله لیکلي دي چې د پنجشنبې د ورځې پيښه د پیښور په حیات آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د رپوټ له مخې لا تر اوسه کومې ډلې د پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او قاضي محمد ایوب په روغتون کې بستر دی، چې وضعیت یي کړکیچن ښوول شوی دی.
یاغیانو په پيښور او شا او خوا سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي خو پر قاضیانو بریدونه کم پیښیږي.